جګړه- په افغانستان کې د معلولیت لوی لامل

د اټکلونو له مخې په افغانستان کې د معلولیت لرونکو وګړو شمېر تر یو میلیون اوړي، خو د هنډي کپ نړیوالې مؤسسې د ۲۰۰۵ کال سروې ښيي، چې په افغانستان کې شاوخوا اته سوه زره معلولین شته دي.

په افغانستان کې هم د یکشنبې په ورځ (ډیسمبر ٣) ددې ورځې نمانځنه وشوه.

حاجي احمدشاه یو له هغو کسانو نه دی، چې معلولیت لري. حاجي احمد شاه دیرش کاله مخکې د یوه ماین په چاودنه کې دواړه لاسونه له لاسه ورکړي.

خو دی هغه معلول دی، چې د خپل ژوند ټولې چارې په خپله په مخ وړي، دا یې د کار دفتر دی، لیکل کوي او د چا مرستې ته اړتیا نه لري.

حاجي احمدشاه وايي، کمپیوټر هم کاروي. په خپل لپ ټاپ کې کار کول ورته هیڅ ستونزمن ندي.

خپله د معلولیت لرونکو وګړو د ټولنیز مرکز اجرائيه ریاست هم په مخ وړي.

په افغانستان کې نن د ډیسمبر درېیمه د معلولیت لرونکو د نړیوالې ورځې نمانځنه پدې غونډه کې وشوه.

غونډه کې خپله معلولینو او د معلولینو بنسټونو برخه اخېستې وه. د ۲۰۰۵ کال سروې ښيي، چې د افغانستان د نفوس دوه اشاریه اووه په سلو کې شدید معلولیت لري.

نېږدې اته سوه زره معلولین په افغانستان کې شته. ۷۷ سلنه معلولیت لرونکي ماشومانو ښوونځیو ته نه ځي.

۹۰ په سلو کې معلولین بې کاره دي او ۷۰ په سلو کې بیا له ټولنیزو خدمتونو محروم دي.

د وړتیا او پرمختګ د مؤسسې مشر حاجي عمراخان منیب وايي، معلولیت لرونکي وګړي له ګڼو ستونزو سره مخ دي، تر ټولو لویه ستونزه یې په ټولنیزو اسانتیاوو کې د دوی لپاره د ځانګړو اسانتیاوو نشتون دی.

د بشري حقونو کمیسیون هم د معلولیت لرونکو وګړو د حقونو په نه ورکړې اندېښنه ښيي، ددې کمیسیون د معلولینو د څانګې مشر وايي، حکومت باید د معلولینو حقوق ورکړي.