په افغانستان کې په زرگونه سوداگریز شرکتونه فعال دي

د کابل ښار د مرکز یوه څنډه

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ۱۰ زره او ۹۰۰ شرکتونو په افغانستان سوداګریز فعالیت پیل کړی دی.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا د چهارشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل، چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې لس زره او ۹۰۰ شرکتونو په افغانستان کې سوداګریز فعالیت پیل کړی او پنځه زره نورو پخوانیو شرکتونو خپل د فعالیت جواز تمدید کړی دی.

ښاغلي رسا زیاته کړه، چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې نهه زره او ۸۰۰ شرکتونو د سوداګریزو فعالیتونو لپاره جواز ترلاسه کړی وو او څه باندې پنځه زره نورو بیا خپل فعالیت تمدید کړی و.

د ښاغلي رسا پر وینا، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ۵۹۳ شرکتونو د خپل فعالیت جوازونه لغو کړي دي، چې دا شمیره په ۲۰۱۸ میلادي کال کې نږدې ۸۳۰ ته رسېدله.

هغه په دې برخه کې اصلاحات او د پروسې آسانه کول د شویو پرمختګونو عمده لامل یاد کړ او وې ویل: "موږ د جواز بیه له دیرش زره افغانیو څخه سل افغانیو ته راټیټه کړه، د جواز د صادرولو په ریاست کې مو اصلاحات راوستل، دې اوه پړاوه درلودل موږ درې پړاو ته راوستل، په اونیو وخت به یې نیوه ترڅو یو کس جواز واخلي، موږ دا موده یوې ورځې او یو ساعت ته راټیټه کړه، هغه کاغذي پروسه او کمیشن‌کاري چې پخوا وه اوس ختمه شوې ده".

ښاغلي رسا زیاته کړه، چې د شرکتونو د رئیسانو د بایومتریک کولو پروسه هم پیل شوې ده، چې په دې برخه کې به لا چټکتیا او شفافیت رامنځ ته شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند پر وینا د اکثرو شرکتونو مالکان ځوانان دي.

خو د افغانستان د خصوصي سکتور استازي وايي، چې د وخت په تېرېدو سره په دغه هیواد کې د پانګونې وضعیت لاپسې خراب شوی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاقونو سلاکار خانجان الکوزي امریکا غږ ته وویل، چې د ۲۰۱۸ میلادي کال په پرتله تیرکال د پانګونې وضعیت په افغانستان کې خراب وو او حتی د روان ۲۰۲۰ کال د لومړۍ میاشتې په تېرېدو سره د ۲۰۱۹ کال د لومړۍ میاشتې په نسبت لاپسې خراب شوی دی.

هغه زیاته کړه: "لویه ستونزه امنیتي ستونزه ده، اداري فساد دی، د زیربناو نشتوالی دی، سیاسي ستونزه ده، د مثال په ډول کله چې انتخابات کېږي، نتیجه یې نه معلومېږي. وضعیت ډېر خراب وو، اوس چې د ۲۰۲۰ یوه میاشت تېره شوې ده، له ۲۰۱۹ څخه هم لاپسې خراب شوی دی".

خو له دې ټولو ستونزو سربېره نړیوال بانک د اوړم کال په پرتله په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان اقتصادي وده، چې نږدې درې فیصده وه، چټکه ارزولې ده.

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په روان ۲۰۲۰ میلادي کال کې به د افغانستان اقتصادي وده ۳.۳ فیصدو ته ورسېږي او ښايي، له دغه کال وروسته په لنډمهال کې د اقتصادي ودې دا کچه ان تر څلورو فیصدو لوړه شي.

خو دغه بانک په ۲۰۲۰ کې د افغانستان اقتصادي وده، د حکومت له خوا د اصلاحي پروګرامونو په عملي کولو، د سیاسي او امنیتي وضعیت په ښه‌والي، د نړیوالو مرستو دوام او د وچکالۍ د کچې په راټیټېدو پورې تړلې ده.