د نورستان ۸۰ فیصده نجونې له تعلیم څخه محرومې دي

دنورستان ځايي خلکو او سیمه ییزو چارواکي تل د کابل اداره تورنوي، چې ورپېښې ستونزې یې نه ورته نه هوارې کړي.

په نورستان کې د ښځو چارو ریاست وايي چې ۸۰ سلنه ښځې زده کړو ته لاسرسی نه لري.

دنورستان ځايي خلکو او سیمه ییزو چارواکو تل دکابل اداره تورنه کړې،چې دغه ولایت ته ورپېښې ستونزې یې نه دي ور هوارې کړي.

دوی وايي دافغانستان دنورو څنډو په پرتله یې دغرني نورستان برخه له کلونو راهیسې خواره ساتل شوې ده.

ددغه ولایت اوسېدونکي دنورو اړخونو په څنګ کې دښځینه برخې دروزنې مسلې اندېښمن کړي او وايي ولایتي او مرکزي ادارې له دوی سره ظلم راخیستی دی .

ددغه ولایت دنورګرام ولسوالۍ اوسېدونکی اجمل بیک وايي" دلته زمونږ په علاقه کې یو متوسطه مکتب شته دی ،ښځې خو پرېږده چې هلکان هم نه ورځي، زمونږ د نجونو دتعلیم په برخه کې ډېرې ستونزې دي".

خو ددغه ولایت دپوهنې ریاست ویلي، چې دښځینه و دروزنې لپاره یې خپلې هڅې توندې کړي او ژر ده ،چې په نورستان کې دغه برخه یو څه راسمه کړي.

دپوهنې رییس ډاکټر غلام حسینوايي دښځینه ښوونکو او زده کونکو شمېره دپام وړ کمه ده خو دلیل یې په دغه ولایت کې نا امني،کلتوري ستونزې او یو شمېر نورې مسلې په ګوته کوي.

هغه وايي دمرکز پارون سربیره یې په واما،نورګرام او دواب ولسوالیو کې دښوونې او روزنې دنړیوال مشارکت په نوم یوه پروسه پیل کړې،چې ښځینه زده کونکې په یو کال کې دوه ټولګي لوستلی شي.

هغه وايي"هغه انجونې چې عمر یې زیات دي او تعلیم ترې پاتې شوی دی ، مونږ دا زمینه برابره کړې،چې په یو کال کې دوه ټولګي ولولي او په دې سره دهغوی عمر دښوونځي سره برابرېدلی شي".

نوموړی زیاتوي،چې دښځینه ښوونکو دروزنې لپاره یې په مرکز پارون کې ددارلمعلیمن یو ټولګی پرانیستی ،چې دا دوه کاله یې ښځینه فارغین ورکړی دي.

ډاکټر غلام حسینوايي اوس مهال دنورستان په ښوونځیو کې ۱۳۰ ښځینه معلیمینې لري،چې په راتلونکو څو کلونو کې دپام وړ زیاتېدلی شي.

خو دنورستان دښځو چارو ریسه زاهده فیضان په دغه ولایت کې دښځو پر ښوونیزه برخه اندېښمنه ده او وايي په دغه ولایت کې ایله شل سلنه ښځینه زده کړو ته لاس رسی لري.

هغې وویل"په کلیو کې هیڅ هم نشته دی هر څه هوايي روان دي، زمونږ اتیا سلنه ښځې له تعلیم څخه بې برخې پاتې دي".

په دغه ولایت کې دتعیلمي برخې دسستوالي یو لامل دښوونځیو دتعمیر نه شتون په ګوته کېږي.

دمالوماتو له مخې دنورستان په ۲۵۵ تعلیمي موسیساتو کې ایله شل سلنه یې ودانۍ لري او ډېر زده کونکي یې په جوماتونو او یا دونو لاندې خپل درسونه وايي.

دنورستان اوسېدونکو ویلي،چې که ددغه ولایت ښوونیزې برخې ته دپام وړ کار ونه شي نو ددوی راتلونکی نسل به دبدبختیو لارې ته سیده کولی شي.