د افغانستان پارلماني ټاکنې او نړیوال غبرګونونه

په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون ستایل شوی دی

په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنې چې د شنبې او یک شنبې په ورځو کې ( د تلې/ میزان ۲۸ او ۲۹) وشوې، نړیوال غبرګونونه یې له ځان سره درلودل.

امریکا، کاناډا، جرمني، هند او نورو هېوادونو په ټاکنو کې د افغانانو پراخ ګډون ستایلی دی.

په کابل کې د امریکا سفارت د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو اعلامیه خپره کړې او په کې د دغو ټاکنو ننګه شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما ویلي، د تخنیکي او امنیتي ستونزو برسیره په ټاکنو کې د زیات شمیر خلکو ګډون هیله بخښونکې ده.

د یوناما مشر تادامیچي یاماموتو وايي "دغه ټاکنې په خپلو پښو د ودریدلو په لور د افغانستان یو تاریخي پړاو دی".

یوناما همداراز له څارونکو، سیاسي ګوندونو، کاندیدانو او رایو ورکونو څخه غوښتي چې په راتلونکو ورځو کې د رایو د شمیرلو پروسې تمامیت په ساتلو کې رول ولوبوي

همدا شان ملګري ملتونه وايي چې د ټاکنو پر مهال په کابل او ولایتونو کې په یو شمیر مرکزونو کې د تخنیکي ستونزو له کبله ټاکنې وځنډیدې او خلک په ساعتونو په کتارونو کې ولاړ وو.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي کارنیلویس سیمرمن په ټویټر کې لیکلي چې د راتلونکې لپاره د افغانانو زړورتیا او ارادې حیران دی کړی.

همدا شان په افغانستان کې د کاناډا سفارت د ټاکنو پرمهال د مخالفینو بریدونه غندلې دي، او د قربانیانو له کورنیو سره یې همدردي ښودلې ده.

جرمني هم د ولسي جرګې له آزادو، شفافو او عادلانه ټاکنو څخه خپل ملاتړ ښودلی دی، او په افغانستان د سولې د راتلو هیله ښودلې ده.

د امریکا د سولې د انسټیټوت د آسیايي پروګرامونو مرستیال انډریو وایلډر وايي "د ټاکنو په مدیریت کې د نن ورځې ګډوډي او بې کفایتي ښيي چې بیوروکراتیکې ستونزې د انتخاباتو مشروعیت د داعش او طالبانو د بریدونو او ګواښونو په پرتله ډېر زیانمنوي."

دغه راز د ولسي جرګې د ټاکنو په هکله ګڼ شمیر نورو خپلواکو ادارو او کسانو هم بیلابیل نظرونه وړاندې کړې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې د ولسي جرګې په ټاکنو په لومړئ ورځ نږدې ۴ میلیون کسانو ګډون کړی وو چې ٪۶۷ پکې نارینه او ٪۳۳ پکې ښځې وې.