ناروې کې د افغانستان سفارت خپل فعالیت بندوي

په اوسلو کې د افغانستان د سفارت ودانۍ

د ناروې په پایتخت اسلو کې د افغانستان د مخکني حکومت دیپلوماتانو دوشنبه سپټمبر نهمه (وږي۱۹) ویلي چې ډیر ژر به ددې سفارت فعالیت بند شي او د سفارت ودانۍ به د ناروې حکومت ته وسپارل شي.

دې سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا پریکړه یې وروسته تر هغه وکړه چې په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارات د ناروې په ګډون په یو شمیر لویدیځو هیوادونو کې د افغانستان قونسلي اجراات بې اعتباره وبلل.

د طالبانو حکومت د همدې روان ۲۰۲۴ میلادي کال د جولای میاشتې په ۳۰ مه په یوه اطلاعیه کې په ۱۳ اروپايي او امریکايي هیوادونو کې د افغانستان د سیاسي استازولیو له خوا افغانانو ته د قونسلي خدمتونو وړاندې کول بې اعتباره اعلان کړل.

د وزارت ویاند ضیا احمد تکل د دې پریکړې په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي و، " د بهرنیو چارو وزارت په بهر کې میشت ټول افغانان خبروي چې ددغې اطلاعیې د خپریدو وروسته، قونسلي خدمتونه لکه وثیقې، تصدیقونه، د عدم مسوولیت پاڼې، د پاسپورټونو صادرول، د پاسپورت د تمدید لپاره د سټکر لګول او نورې چارې په لندن، بلجیم، برلین، بن، سویس، اتریش، فرانسه، ایټالیا، یونان، پولنډ، سویډن، ناروې، کاناډا او استرالیا کې د مرکز او نورو اړوندو ادارو لپاره د منلو نه دي."

تر ناروې وړاندې په بریتانیې کې هم د افغانستان سفارت ویلي و چې چارې یې بندې کړیدي.

د دې سفارت مسؤلینو تیره ورځ په ټولنیزو شبکو کې لیکلي و چې دغه سفارت د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر په ۲۴مه د "کوربه هېواد په رسمي غوښتنه" تړل کېږي.

ځینو راپورونو کې چې کره‌والی یې تر اوسه تائید شوی نه دی راغلي دي چې د برتانیا حکومت په لندن کې د افغانستان د سفارت له مامورینو څخه غوښتي چې په ۹۰ ورځو کې له برتانیا څخه ووځي او یا په دغه هېواد کې د سیاسي پناه اخیستلو لپاره عریضه وکړي.

د برتانیا حکومت تر اوسه په لندن کې د افغانستان د سفارت د تړلو په تړاو په رسمي توګه تبصره نه ده کړې.

د طالبانو حکومت څه موده وړاندې په لندن کې له افغان دیپلوماتانو څخه غوښتي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سره همکاري‌ وکړي،‌ خو د دغه سفارت دیپلوماتانو د طالبانو غوښتنه رد کړه. طالبانو له هغې وروسه وویل چې په لندن کې د افغانستان سفارت اقدامات د باور وړ نه دي.

په تېرو دریو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان باندې واکمن دي تر اوسه یو هېواد هم د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. خو په عین حال کې د ایران،‌ پاکستان، چین او روسیې په ګډون یو شمېر هېوادونو د افغانستان سفارتونه او دیپلوماتیک ماموریتونه د طالبانو له خوا معرفي شویو دیپلوماتانو ته سپارلي دي.