افغانستان د سولې په بهیر کې د چین د ونډې د زیاتېدو غوښتنه کړې

په داسې حال کې چې افغان دولت او طالبان په قطر کې د سولې د خبرو د تګلارې په جوړولو کار کوي؛ افغانستان له چین څخه غوښتي چې په دغه بهیر کې خپله ونډه زیاته کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش د پنجشنبې په ورځ اکتوبر اتمه (تلې ۱۷) له کروناویروس سره د مبارزې لپاره د چین د مرستو په مراسمو کې وویل چې د پخوا په پرتله په اوس وخت کې د کابل او بیجینګ ترمنځ اړیکې په مختلفو برخو کې د پراخېدو په حال کې دي.

ښاغلي دانش زیاته کړه چې چین د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او د ثبات راوستلو یو له جدي ملاتړو څخه دی.

خو هغه ټینګار وکړ: "موږ تمه لرو چې د چین هېواد په سیمه او افغانستان کې د سولې د ټینګښت او پیاوړتیا او اقتصادي ودې په برخه کې د پخوا په پرتله خپل ډېر مثبت او رغنده رول لا زیات کړي".

افغانستان په داسې حال کې د سولې په پروسه کې د چین د رول پر زیاتوالي ټینګار کوي چې د افغانستان د مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د افغان سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع په تړاو د سیمې هېوادونو ته د سفرونو لړۍ پیل کړې ده.

ښاغلي عبدالله تیره اونۍ پاکستان ته له سفر وروسته هند ته تللی او د هغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې په تړاو خبرې کوي.

د افغانستان د مصالحې عالي شورا په یو بیان کې ویلي چې عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره په ډهلي کې لیدلي دي.

په بیان کې راغلي چې ښاغلي عبدالله په دې لیدنه کې له هند څخه غوښتي چې د افغانستان د سولې له هڅو څخه ملاتړ وکړي.

په اعلامیه کې د هند د ملي امنیت سلاکار له قوله ویل شوي چې ډهلي هغه سوله مني چې د افغانانو لپاره د منلو وړ وي.