آیا رولا غني مسلمانه شوې؟

د افغانستان لومړی میرمن رولا غني

د افغانستان د ولسمشر میرمن رولا غني ویلي دي چې په نوې الکترونیکي تذکره کې هغې خپل دین اسلام او قوم پښتون لیکلی دی.

لبناني الاصله رولا غني کله چې د محمد اشرف غني سره واده وکړ مسیحۍ وه، خو په ٢٠١۴ کې د افغانستان جمهوري ریاست ته د ښاغلي غني د نوماند کیدو پر وخت د هغې دیني باور او اړیکې د غني منتقدینو ته پر هغه نیوکو ته لاره پرانیستې وه.

میرمن غني د طلوع خبري شبکې سره په یوه وروستۍ مرکه کې د الکترونیکي تذکرو په هکله په یو بحث کې وویل " ۴۳ کاله کیږي چې په یوه مسلمانې او پښتني کورنۍ کې ژوند کوم. همدلته په افغانستان کې زما دین اسلام دی او قوم مې پښتون دی".

دغه موضوع په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرگونونو رامنځ ته کړل او یو شمیر منتقدینو هغه داسې چل ول تعبیر کړ چې گواکې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ښاغلي غني د بیا ځلي کاندیدیدو په صورت کې د هغه د ماندینې د دین په اړه د بحث او انتقاد مخنیوی وشي.

د افغانستان د لومړۍ میرمنې د دفتر مطبوعاتي سلاکارې او د عامه اړیکو مشرې زهره یوسف داود د امریکا غږ ته وویل چې میرمن غني په ۱۹۷۰ میلادي لسیزه کې د محمد اشرف غني سره له واده وروسته افغانستان ته راغلې وه، تذکره یې اخیستې وه او په هغه تذکره کې هم د هغې دین اسلام او ملیت پښتون ذکر شوی و.

میرمن یوسف داود وویل چې د میرمن غني په الکترونیکي تذکره کې د لیکل شویو معلوماتو اساس هم د هغې پخوانۍ تذکره وه.

میرمن غني د ٢٠١٥ کال د فبرورۍ په ١٨ په واشنگټن ډي سي کې د نړیوالو او ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې ویلي وو چې مسیحۍ ده.

خو له دې سره سره میرمن یوسف داود د امریکا غږ ته وویل چې باور یوه شخصي موضوع ده او د هغې په وینا هغه څه چې د میرمن غني په کړو کې انځوریږي "د یو ښه مسلمانې لوړ صفتونه دي."