د پارالمپیک په مراسمو کې به د افغانستان ملي بیرغ وښودل شي

د توکیو المپیک - افغان لوبغاړي د افغانستان د ملي بیرغ سره د تیریدو په حال کې

د افغانستان ملي بیرغ به سبا د سه شنبې په ورځ د توکیو د پارالمپیک سیالیو د پیل د مراسمو په رسم ګذشت کې پداسې حال کې وښودل شي چې ددې هیواد ورزشکاران د سیالۍ لپاره توکیو ته نشي رسیدلی.

د پارالمپیک نړیوالې کمیټې رئیس انډریو پارسنز، د دوشنبې په ورځ اګست ۲۳ (وږي اول) وویل چې دا کار به د "پیوستون د نښې" په توګه کیږي.

ښاغلي پارسنز وویل چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنر د دفتر استازي به د لوبو د پرانستلو د مراسمو پرمهال د توکیو په ملي لوبغالي کې د افغانستان بیرغ پورته کړي. دا هماغه لوبغالی دی چې د ۲۰۲۰ کال د دوبي د المپیک افتتاحيه مراسم په کې د جولای په ۲۳ ترسره شول.

دا پداسې حال کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د هیواد د کنترول د ترلاسه کولو وروسته د افغانستان څخه د پارالمپیک دوه لوبغاړي چې ټاکل شوې وه بدغو سیالیو کې برخه واخلي نشي کولی توکیو ته ورسیږي. دا دوه افغان ورزشکاران د پارا ټیکوانډو لوبغاړې ذکیه خدادادي او د ډیسک وهونکی حسین رسولي دي.

ښاغلي پارسنز وویل چې په توکیو کې به ۱۶۲ ورزشي پلاوي د هیوادونو استازیتوب وکړي چې پکې کډونوال ورزشکاران هم شامل دي. د پارالمپیک کمیټې ویلي چې شاوخوا ۴۴۰۰ ورزشکاران به په پارالمپیک کې سیالي کوي. دقیق شمیر به د سه شنبې په ورځ خپور شي.

پارالمپیک به د سپتمبر په پنځمه پداسې حال کې پای ته ورسیږي چې د توکیو په ښار کې د کروناویروس پیښې د دوبي د المپیک د پای ته رسیدو راهیسې څلور یا پنځه ځله ډیرې شوې.

د لوبو تنظیموونکي وايي په توکیو کې د المپیک یا پارالمپیک لوبو د ترسره کیدو او ددې ښار د اوسیدونکو ترمنځ د کروناویروس د پراخیدو ترمنځ هیڅ تړاو نشته.