د افغانستان طلایي ممیز؛ بیه یې له نورو ممیزو څلور برابره لوړه ده

آرشیف

"آب جوشې" یو ډول خاص ممیز دي چې دانه یې غټه او خوند یې له نورو ممیزو زیات دی.

دغه کشمش چې په "طلايي ممیزو" هم شهرت لري د کندهار ولایت له عمده کرنیزو پېداوارو څخه شمېرل کېږي.

د نورو ممیزو په پرتله یې بیه څلور برابره لوړه ده.

د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې د آب جوشي د پروسس کارخانې شته. دلته ګڼ کسان د انورو له هر واښکي څخه د آب جوشو لپاره د انګورو غټې او ځانګړې دانې جلا کوي.

آب جوشي د وچولو خپله حاصه طریقه لري. که څه هم د کندهار د زراعت دا مهم پيدا وار نړیوال شهرت لري خو باغ لرونکي يې لاهم په دودیزه طریقه وچوي.

افغان پانګه وال وايې چې آب جوشي په بهر کې خورا ښه مارکېټ لري. هند او د متحده عربي اماراتو په ګډون ځينې نور هېوادونه د کندهار د آب جوشو د پلورولو عمده ځایونه دي.

په کندهار کې د سوداګرۍ خونه وايې چې هر کال په دغه ولایت کې ۱۲-۱۳ ټُنه آب جوشي ممیز تولید کېږي.

دوي وایې چې سږکال یو کیلو ابجوشي په ۳۰۰ افغانۍ پلورل کیږي.

باغ لرونکي او د آب جوشو د تولید په کار کې بوخت کاریګر وايې چې که حکومت په معیاري ډول د دوي تولیداتو لپاره امکانات برابر کړي ممکن د کندهار د زراعت دا ځانګړی تولید نور هم ښه بازار پیدا کړي.

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان طلایي ممیز؛ بیه یې له نورو ممیزو څلور برابره لوړه ده