افغان حاجیان شکایت لري چې پروازونه یې ځنډیدلي

د آریانا افغان هوايي شرکت رئیس داود شریفي وايي چې دوی ته چارتر شوې الوتکې په خپل وخت نه دي رسیدلي چې دغه کار د لیږد په بهیر منفي اغیز کړی دی.

په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي حج ته د تلوونکو افغان حاجیانو ویزې په خپل وخت نه دي صادر شوي، افغان حاجیان ادعا کوي چې له یوې ورځې راهیسې د حاجیانو د لیږدولو بهیر پڅ‌ شوی دی.

ټاکل شوې وه چې سږکال څلرویشت زره افغان حاجیان د آریانا افغان هوايي شرکت لخوا سعودي عربستان ته ولیږدول شي، خو د لیږد په پروگرام کې ځنډ سعودي عربستان ته د دومره شمیر افغان حاجیانو د انتقال پروسه له ستونزو سره مخامخ کړې ده.

سعودي عربستان ته یو تلوونکی افغان حاجي‌ محمد قسیم امریکا غږ ته وویل، څو ورځې کیږي چې دوی د حاجیانو تم ځای ته ځي خو قانع کوونکی ځواب یې تر اوسه نه دی ترلاسه کړی.

هغه وویل "تیره ورځ یې موږ یولس بجې راغوښتي یو چې نن دوه بجې شوي دي شپږ ویشت ساعته یې موږ په تم ځای کې کښینولي یو دا ښه کار نه دی، نو باید حاجیان دوه ساعته مخکې راوغواړۍ نه شپږویشت ساعته."

خو د افغان حاجیانو د لیږد د بهیر چارواکي وايي چې دوی لکه څنګه چې پلان کړې وه د حاجیانو د لیږد بهیر یې روان کړی دی.

د افغان حاجیانو د لیږد د بهیر مسول داود سلطانزوی امریکا غږ ته وویل چې د سعودي عربستان لخوا افغان حاجیانو ته د ویزو د ورکړې بهیر پڅ شوی دی چې دغه کار د حاجیانو د لیږد پر بهیر اغیزه کړې ده.

سلطانزوی وویل "سعودي عربستان معین مقدار ویزې ورکړي او بیا هماغه تعداد حاجیان لیږدول کیږي ویزې چې ورکول کیږي یوازې په کابل کې نه دي په مختلفو ولایتونو کې بلخ، هرات او کندهار کې هم ویشل کیږي."

په ورته وخت کې د محمد طاهر په نوم یو بل افغان حاجي وايي چې دوی له ننګرهار څخه کابل راغوښتل شوي دي، خو لکه څنګه چې لازمه ده د حج بهیر په خپل وخت نه ترسره کیږي. د هغه په وینا باید دې بهیر ته چې اوس پیل شوی دی جدي پاملرنه وشي.

له بلې خوا د آریانا افغان هوايي شرکت چارواکي وايي د حاجیانو د لیږد لپاره هغه درې الوتکې چې چارتر شوې وې په خپل وخت افغانستان ته نه دي‌ راغلي او همداشان د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د لیږد سیستم سره همغږی نه وو.

د آریانا افغان هوايي شرکت مشر داود شریفي وايي چې دوی ته چارتر شوې الوتکې په خپل وخت نه دي رسیدلي چې دغه کار د لیږد په بهیر منفي اغیزه کړې ده.

ښاغلي شریفي زیاتوي چې ټاکل شوې سږکال څلرویشت زره افغان حاجیان سعودي عربستان ته ولیږدول شي په داسې وخت کې چې تر اوسه درې زره یې لیږدول شوي‌ دي.

شریفي وړاندې وايي په خپل وخت موږ ته دوه طیارې را ونه رسیدلې او که را رسیدلی هم وای موږ یې ظرفیت نه درلود اوس چې را ورسیدې درې طیارې مو په لاس کې دي، په بهیر کې کوم ځنډ نه دی راغلی.

د افغان حاجیانو د لیږدولو د بهیر چارواکي وايي چې په اوس وخت کې هره ورځ شپږ سوه حاجیان سعودي عربستان ته لیږدول کیږي چې ټاکل شوې دغه شمیره زرو تنو ته لوړه کړای شي.