افغان پوځیانو د "داعش مرکز" نیولی دی

افغان پوځیانو د دوشنبې په ورځ د ننګرهار په هسکه مېنه کې د د "داعش-خراسان مرکز" نیولې دی.

په ګورګورۍ سیمه کې د داعش ډلې مشران اوسېدل. دلته داعشیانو خپله محکمه درلوده او د سرونو د پرې کولو په شمول یې خلکو ته سزاګانې ورکولې.

د امریکا غږ خبریال له سیمې څخه خبر ورکړی چې ګورګورۍ کې د خلکو استوګنځایونه په ګنډوالو بدل شوي دي.

سیمه ییز چارواکي وایې چې داعش جنګیالي لېرې کلیو او غرونو ته تښتېدلي دي.

د سیمې خلک بېځایه شوي دي او تراوسه د بېرته راستنېدو نیت نه لري. کورونه وران دي او له ژمنو سره سره حکومت د ولسونو د راتګ لپاره پوره چمتوالی نه لري.

Your browser doesn’t support HTML5

افغان پوځیانو د "داعش مرکز" نیولی دی