امریکایي ځواکونو په هلمند کې په طالبانو برید کړی

امریکایي ځواکونو د تیرو دوو ورځو په ترڅ کې د هلمند په ولایت کې پر طالب جنګیالیو باندې "هدفي بریدونه" کړي دي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لګیټ، په خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي چې دغه بریدونه د افغان ځواکونو څخه د دفاع په خاطر شوي چې طالبانو پرې بریدونه کړي وو.

ښاغلي لګیټ زیاته کړې ده چې: "دا [د امریکایي ځواکونو بریدونه] د امریکا-طالبانو د موافقې سره سمون لري. امریکایي ځواکونو دمخه هم د طالبانو تر بریدونو لاندې د افغان قواو ملاتړ کړی او په راتلونکې کې به یې هم وکړي."

د امریکایي ځواکونو دغه ویاند همداشان د ناټو د قاطع ماموریت د قوماندان سکات میلر، له خولې ویلي چې د طالبانو بریدونه د دوحې له موافقې سره سمون نلري.

هغه ویلي دي: "طالبان باید سمدستي په هلمند کې خپل بریدګر اقدامات بند کړي او په ټول دغه هیواد کې تاوتریخوالی راکم کړي. دغه بریدونه د امریکا-طالبانو د موافقې سره سر نه لګوي او د افغانستان د سولې روان مذاکرات کمزوري کوي."

دمخه تر دې سکات میلر طالبانو ته خبرداری ورکړی و چې د تاوتریخوالي د نه کمولو په صورت کې دې غبرګون ته په تمه اوسي.

البانو د دوو تیرو ورځو راهیسې د هلمند په مرکز لښکرګاه باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او د رپوټونو له مخې د کندهار-هلمند لویه لاره د ټرافیک پرمخ تړل شوې ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي نن په یو خبري کنفرانس کې وویل چې تازه ځواکونه هلمند ته رسیدلي او ژر به طالبان هلته وکوبي.

هغه زیاته کړه چې طالبانو د بریدونو تر څنګ د سړکونو او د بریښنا د یو بند په ویجاړولو هم لاس پورې کړی دی.

Your browser doesn’t support HTML5

صدیق صدیقي

ښاغلي صدیقي وویل چې افغان کماندو ځواکونه هم هلمند ته رسیدلي او طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په افغانستان کې د طالبانو بریدونه پداسې حال کې زیات شوي چې د امریکا د متحده ایالاتو، ناټو، اروپایي ټولنې او ملګرو ملتونو په ګډون نړیواله ټولنه په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتیدل د منلو وړ نه بولي او د افغانستان د حکومت او د طالبانو له ډلې نه یې غوښتي چې ژر تر ژره اوربند وکړي.