هند د شانګهای غړو ته د افغانستان پر امنیتي حالاتو خبرې وکړې

د شانګهای-افغانستان تماس غونډه په بیجینګ کې وشوه

هندي پلاوي د شانګهای-افغانستان د تماس ګروپ په غونډه کې د ترهګرو او افراطیانو له لوري افغانستان ته په ورپېښو ګواښونو خبرې وکړې.

د افغانستان-شانگهای د تماس ګروپ په ۲۰۱۷ کال کې جوړ شو او غړي د شانګهای د سیمه ییزو همکاریو د سازمان غړي دي چې چین او روسیه هم په کې شامل دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي چې هندي پلاوي د دوشنبې په ورځ (مۍ۲۸) په بیجنګ کې د شانګهای-افغانستان د ګروپ په غونډه کې د افغانستان په اړه پر دریو مشخصو مسایلو رڼا واچوله.

رپوټ وايي هندي پلاوي د افغانستان او سیمه ییزو ګاونډیانو په اوسني حالت، په افغانستان کې د بیا پخلاینې په بهیر او د افغانستان-شانګهای سازمان ترمنځ په همکاریو او د سازمان له لوري پر ممکنه اقداماتو خبرې وکړې.

اعلامیه وايي د هند استازو همدغه راز د افغانستان د امنیتي وضعیت، ترهګرو او افراطیانو له لوري د متوجه ګواښونو په اړه هم خپل نظریات د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل.

هند په دې نظر دی چې دا فراطیان د افغانستان له سرحدونو د باندې تنظمیږي. هند همدغه راز وسله والو طالبانو ته د ولسمشر غني له لوري د سولې د وړاندیز کلکه ننګه هم وکړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په دغه غونډه کې د دغه وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي هم برخه اخیستې وه. د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې په غونډه کې له افغانستان سره د مرستو په دوام ټېنګار وشو.

د شانګهای-افغانستان ګروپ هدف په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو هلې ځلې او کابل سره همکاري ده.

د دغه ګروپ لومړنۍ غونډه تېرکال د قزاقستان په آستانه کې وشوه.