د هند د آی پي ال سیالیو ته په لومړي ځل څلور افغان لوبغاړي وپېرودل شول.
مجیب ځدراڼ او ظاهر خان هغه دوه لوبغاړي دي چې تر راشد خان او محمد نبي وروسته به په لومړي ځل په آی پي ال کې لوبیږي.
د هند د ۲۰۱۸ کال د سترو تجارتي لوبو لپاره د لوبغاړو دوه ورځنی پېر او پلور ( بولي- اکشن) په بنګلور کې د یکشنبې په ورځ ( جنورۍ ۲۸) ختم شو. شاوخوا ۵۸۰ نړیوال او هندي لوبغاړي د آی پي ال بولي ته پېژندل شوي وو چې لس افغانان هم په کې وو.
د بولي په اوله ورځ له یو لړ چنې وهلو وروسته د سنرایزر حیدر اباد لوبډلې په ۹۰ میلیونه هندۍ روپیو (۱۴۱۵۷۰۰ ډالره) راشد خان وپلوره. راشد خان تېرکال هم له همدغې لوبډلې سره لوبېدلی و.
Great feeling to be back with @SunRisers thank you for retaining can’t wait to rejoin the best company 😘🙌🏻@TomMoodyCricket @VVSLaxman281 @davidwarner31 #Murli Sir 🙏🙏👍🏻 pic.twitter.com/vDEVu1wEjN
— Rashid Khan (@rashidkhan_19) January 27, 2018
خو د بولي په دویمه ورځ درې نور افغان لوبغاړي محمد نبي، مجیب ځدراڼ او ظاهر خان واخیستل شول. خو د مجیب ځدراڼ اخیستل ډېرو ته حیرانوونکي وو.
د افغانستان د ۱۹-کلنو لوبډلې ۱۷ کلن ورو توپ اچونکی مجیب ځدراڼ د آی پي ال په بولي کې ښه بازار درلود. د ډیلي ډرډیولز او پنجاب لوبډلې د مجیب اصلي خریداران وو. خو پنجاب په ۶۲۹۲۰۰ ډالره وپلوره.
Mujeeb Zadran is sold to @lionsdenkxip for INR 400 lacs VIVO #IPLAuction
— IndianPremierLeague (@IPL) January 28, 2018
مجیب ځدراڼ د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې په بریاو کې مهم رول لوبولی دی. تېرکال د اسیا د ځوانانو جام په سیالیو کې د غوره ویکټ اخیستونکو لوبغاړو په سر کې و. تېره اونۍ د ۱۹ کلنو د نړیوال جام د کوارټرفاینل په لوبې کې د نیوزلنډ څلور مهم لوبغاړي وسوځول او افغانستان ته یې د بري لاره خلاصه کړه.
د ده کمال دا دی چې د راشد خان غوندې ګوګلي توپ اچونه هم کولی شي او "کارام بال" توپ اچونه هم کولی شي چې منډه جوړونکيو ته لوی سرخوږي وي. د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې مخکني روزونکي دولت احمدزی مجیب ځدراڼ د کرکټ کتاب بولي.
محمد نبی بیا هم له خپلې مخکنۍ لوبډلې سنرایزر حیدر اباد سره لوبیږي، سنرایرز حیدر اباد به محمد نبي ته د هغه د لوبو لپاره ۱٥۷۳۰۰ ډالره ورکوي.
Really happy to be part of @SunRisers and thanks from @TomMoodyCricket @VVSLaxman281 @murli sir 🇦🇫🇦🇫🇦🇫 pic.twitter.com/5TxkplPAw3
— Mohammad Nabi (@MohammadNabi007) January 28, 2018
بل افغان لوبغاړی چې په آی پي ال کې به لوبیږي ظاهر خان دی. د هند د راجستان رایلز لوبډلې ظاهر خان په ۹۴۳۸۰ ډالرو وپلوره.
We are prouder!!!! Welcome to the Royals and we are excited to start the season with you.. @zahirkh77114280 IPLAuction #HallaBol https://t.co/YcaWLtTVPL
— Rajasthan Royals (@rajasthanroyals) January 28, 2018
ظاهر خان د افغانستان په ملي لوبډلې کې هم لوبېدلی او دا مهال د ۱۹ کلنو په لوبډلې کې دی. دی د بنګلدېش په کورنیو سیالیو کې هم ولوبېده.
دا لومړی ځل دی چې څلور افغان لوبغاړي د آی پي ال په سیالیو کې لوبیږي. د آی پي ال سیالیو په لست کې د افغانستان د لسو لوبغاړو نومونه شامل کړل شوي وو، چې محمد شهزاد، نجیب ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، ګلبدین نایب او شفیق الله شفق هم په کې وو.