غني: افغان ځواکونه به تمویل او تجهیز کیږي، پوره ډاډ ولرئ

ښاغلي غني همدارنګه زیاته کړې افغانستان ته اوس دا فرصت په لاس ورغلی دی چې پر خپلو پښو ودریږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د نړیوالو مناسباتو له اړخه افغانستان انزوا ته نه ځي.

ښاغلي غني نن سې شنبه اپرېل۲۷ (غويي ۷) په ارګ د اوبو او انرژۍ اونیو په اړه مراسمو کې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو د وتلو اعلان ته په اشارې وویل چې افغانستان د نړیوالو مناسباتو نوی فصل پیل کړی دی.

هغه همدارنګه ډاډ ورکړ چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به تمویل شي او په وینا یې په تجهیزاتو کې به یې ستونزه رامنځته نشي.

ولسمشر غني زیاته کړه: "د نړیوالو مناسباتو له اړخه، افغانستان انزوا ته نه ځي، افغانستان نه هیریږي... موږ د نړیوالو مناسباتو پیلولو د نوي ګامونو پورته کولو په حال کې یو. پوره ډاډ ولرئ چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه تمویل کیږي، په تجهیزاتو کې به یې ستونزه رامنځته نشي."

نوموړي زیاته کړه چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت تجهیزات انتقال شوي دي او په وینا یې په را تلونکې کې به هم ورسره مرستې دوام ولري.

ښاغلي غني همدارنګه زیاته کړې افغانستان ته اوس دا فرصت په لاس ورغلی دی چې پر خپلو پښو ودریږي.

افغان ولسمشر له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو د وتلو اعلان ته په اشارې وویل چې نور د وسله والو طالبانو هغه پلمه چې له خارجیانو سره جګړه کوي ختمه ده.

هغه زیاته کړه: "طالبانو پیغام مو څه دی؟ څوک وژنئ، څه له منځه وړئ، سبا به یې څنګه جوړوئ؟ نور مو پلمه چې تاسې له خارجیانو سره جګړه کوئ، ختمه ده. کله چې بایډن د ځواکونو د ویستو اعلان وکړ، نو موږ وویل چې پرېکړې ته یې درناوی لرو او پر عملي کارونو کار کوو."

نوموړي په افغانستان کې روان وضعیت وحشت وباله او د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د وروستیو ماین چاودنو څخه په یادونې وویل، داسې ورځ نه ده پاتې چې افغانستان ملکي تلفات ونلري.

ولسمشر غني پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د افغان چاوراکو په وینا په دې وروستیو کې په افغانستان کې یو ځل بیا جګړو زور اخیستی دی.