جوزجان کې د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ جګړې شوي

د جوزجان د والي ویاند وايي، طالبانو په دې جګړه کې د داعش له وسله والو څو کلي هم نیولي دي او اوسمهال د دواړو خواو ترمنځ د " سر درې" په سیمه کې جګړه روانه ده.

د جوزجان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د قوش تیپه او درزاب ولسوالیو کې په لومړي ځل د طالب او د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو ډلو ترمنځ جګړې شوي چې له امله یې دواړو ډلو ته مرګ اوښتې ده.

د جوزجان د ولایت د والي ویاند محمد رضا غفوري امریکا غږ اشنا راډیو ته د دغو جګړو په هکله وویل، چې د دواړو ډلو ترمنځ د تیرو دریو ورځو راهیسې جګړې پیل شوي، چې په ترڅ کې یې د داعش اته او د طالبانو دوه وسله وال سړي وژل شوي او شپاړس تنه نور چې شپږ تنه یې د داعش، پنځه یې طالبان او پنځه ملکي وګړي دي ټپیان شوي دي.

ښاغلی غفوري وايي په ملکي ټپیانو کې دوه ښځې هم شاملې دي.

ښاغلي غفوري وویل " د جګړو اصلي دلیل د داعش له خوا د سرپل ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي د ورور وژل او طالبانو سره د ملا غضنفر په نوم د داعش د ډلې د سرګروپ یو ځای کیدل وو، چې جګړه د خواجه عرب له کلي څخه پیل شوه او لا روانه ده".

د جوزجان د والي ویاند وايي، طالبانو په دې جګړه کې د داعش له وسله والو څو کلي هم نیولي دي او اوسمهال د دواړو خواو ترمنځ د " سر درې" په سیمه کې جګړه روانه ده.

د جوزجان ولایت د ولایتي شورا چارواکو هم د طالبانو او داعش وسله والو ډلو ترمنځ روانې نښتې تائید کړي او ویلي دي، چې په دې نښتو کې د "چقمه چقور" سیمه چې د داعش د ډلې مرکز وو، د طالبانو لاس ته ورغلی دی.

د جوزجان د ولایتي شورا غړي حفیظ الله ندرت، امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې داعش په سیمه کې د طالبانو سره یوې بلې جګړې ته چمتوالی نیسي.

د درزاب او قوش تیپه ولسوالیو اوسیدونکو د وینا له مخې اوسهمال دا دواړه ډلې د خواجه عرب، آق سایي او چقمه چقور په کلو کې د دواړو خواو ترمنځ روانه ده.

د تیرکال راهیسې چې د افغانستان شمالي ولایتونو ته د داعش د ډلې فعالیتونه پراخه شوي، دا لومړی ځل دی چې د طالبانو سره د دې ډلې د جګړو په اړه رپوټونه ورکول کیږي.

تراوسه وسله والو طالبانو او د داعش ډلې د دغو نښتو په هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي.