وزیري: د داعش جنگیالي اوه په لسو کې بهرنیان دي

د افغانستان په اچین ولسوالۍ کې د داعش جنگیالي

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې پر افغانانو په تپل شوې استخباراتي جګړه کې د وسله والو طالبانو او د داعیش له جنګیالیو سره بهرني جنګیالي همکاري کوي.

جنرال وزیري وویل د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش د ډلې په لیکو کې په هرو لسو جنګیالیو کې ۷ یې بهرنیان دي او دا ډلې د بهرنیانو لخوا تمویل، تجهیز او روزل کیږي.

ښاغلي وزیري وویل "په نورو سیمو کې د طالبانو سره له ۳ نیولې تر ۵ او ۶ تنو پورې بهرنیان ملگري دي چې په کې پنجابیان، ازبکان، تاجکان، یوغوریان، عربان او چیچنیان شامل دي، خو په ننگرهار کې له داعیش سره د خط د هغې غاړې اورکزي دي چې هغوی ورسره په جګړه کې هم برخه اخلي، دوی تمویلوي، تجهیزوي، پیسې ورکوي، ښوونه او روزنه ورکوي."

د دفاع وزارت ویاند همداشان وویل، افغان امنیتي ځواکونو په تیرو ۴۸ ساعتونو کې ۲۰۶ وسله وال مخالفین وژلي دي. هغه دا هم وویل، چې په دې موده کې د ملي اردو ۱۵ سرتیري هم وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دا هم وایي چې د پوځ کوماندو او ځانگړي ځواکونه سنگین ولسوالۍ ته رسیدلي دي. ښاغلي وزیري زیاتوي چې په تیرو ۴٨ ساعتونو کې افغان هوایي پوځ د سنگین والۍ ته ١٦٠ جنگي او اکمالاتي پروازونه کړي دي.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي خبري غونډې ته وویل، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د دولت د مخالفو وسله ‌والو په خلاف عملیاتو کې ۵۲ وسله ‌وال مخالفین او اوه پولیس وژل شوي دي.

ښاغلي صدیقي د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د سقوط آوازې رد کړې، خو وې ویل چې په دغه ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ درنه جګړه روانه ده.

هغه وویل "په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو یو شمیر کومانډو قطعې سنګین ته رسیدلي دي او مسئولیت یې دا دی چې دغه بریدونه په شا وتمبوي، په همدې توګه په ګرشک، مارجه، واشیر او نادعلي کې زموږ ځواکونه د دښمن د خوځښتونو په وړاندې له یوې خوا دفاع کوي او له بلې خو هڅه کوي، چې دښمن ته مرګ ژوبله واړوي او دښمن اړ کړي چې سیمه پریږدي."

دغه راز، د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو د شورا غونډې ته وویل، چې د هلمند د امنیتي وضعیت په اړه یې له امنیتي چارواکو سره خبرې کړي او د دغه ولایت د امنیتي حالت د ښه والي لپاره لاس په کار شوي دي.

اجرائیه رئیس هیله وښوده چې د وروستیو پوځي اقداماتو په ترڅ کې به بیرته د هلمند ولایت امنیتي وضعیت سم شي.