جوزجان کې د داعش چینايي او ازبیک جنګیالي وژل شوي- چارواکي

د جوزجان د امنیې قومندان وايي د داعش ازبیک جګړه ماران له خپلو کورنیو سره افغانستان ته راغلي دي

په جوزجان کې چارواکي وايي د افغان او بهرنیو ځواکونو په تازه هوايي بریدونو کې د داعش ۲۵ جګړه ماران وژل شوي دي.

چارواکي وايي په وژل شویو جګړه مارانو کې یو چینایی او درې ازبک شامل دي.

د جوزجان د امنیې قومندان فقیر محمد جوزجاني د پنجشنبې په ورځ (فبروري۷) وویل چې دغه جګړه ماران د درزاب په ولسوالۍ کې په هغو عملیاتو کې وژل شوي دي چې د داعش پر ضد پیل شوي دي.

ښاغلي فقیري اسوشیتډپرس ته وویل چې په دغې ولسوالۍ او قوش تپه ولسوالۍ کې د داعش فعالیت زیات شوی دی. نوموړي وویل د داعش ځیني ازبک جګړه ماران له خپلو کورنیو سره د افغانستان په شمال کې ځای پر ځای شوي دي. خو ویې نه ویل چې څومره او دقیقآ د افغانستان د شمال په کومو سیمو کې دي.

داعش په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې راڅرګند شو، داعش تر ډېره د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې فعاله و چې بیا افغان چارواکو د هېواد ځینو نورو برخو کې هم د هغوی د موجودیت خبره وکړه.

افغان او بهرني ځواکونه وخت ناوخت د داعش د جګړه مارانو د وژل کېدو خبره کوي او ویل کیږي چې دغه ډله په ټول افغانستان کې د ۳۰۰۰-۳۵۰۰ ترمنځ جګړه ماران لري.

ولسمشر غني تېرکال وویل چې افغانستان ته ۱۱۰۰۰ بهرني جګړه ماران راغلي دي. ښاغلي غني دا خبره هم وکړه چې په افغانستان کې ۲۲ ترهګريزې ډلې فعالیت لري او ۲۰۱۷ کال یې د داعش د نابودولو کال بللی و.

داعش او طالبان دواړه د افغان حکومت د نسکورولو هڅه کوي.