د افغانستان رسنۍ: طالبان خبریالان ډبوي او ټکوي

د افغان خبریالانو خپلواکه ټولنه وایي طالبانو هغه خبریالان چې د کابل د مظاهرو خبري پوښښ یې کاوه نه یوازې ګواښلي بلکې وهلي ټکولي هم دي.

دې ټولنې همدارنګه ویلي، خبریالانو ته څرګنده شوې چې د فلم اخیستلو وړاندې، اجازې ته ضرورت لري.

د افغان خبریالانو خپلواکه ټولنه وایي چې په کابل کې د پاکستان ضد مظاهرو د خبري پوښښ پرمهال ۱۴ خبریالان بندیان شوي چې د طلوع نیوز فلمبردار وحید احمدي هم پکې شامل وو خو هغه له دریو ساعتونو وروسته ازاد شو.

د راپوورنو له مخې د بي بي سي خبریالانو ته هم د پاکستان ضد مظاهرو پرمهال امر شوی چې فلمبرداري ودروي.

دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعات روز ورځپاڼې، د چهار شنبې په ورځ خبر ورکړ چې طالبانو یې دوه خبریالان نیولي او وهلي ټکولي دي.

اطلاعات روز ویلي، طالبانو تقي دریابي او نعمت الله نقدي په کیبل وهلي ټکولي‌ دي.

د یادې ورځپاڼې ایډیتر زکي دریابي په یوه ټویټ کې د خپلو دوو خبریالانوو عکسونه خپاره کړي چې د طالبانو له خوا سخت وهل شوي دي، نوموړي ویلي، د افغانستان" تاریخ به د طالبانو د کابینې د اعلان لومړۍ ورځ او دا دوه تصویر اخیستونکي هیر نکړي."

ښاغلي دریابي ویلي‌ دي چې د هغه پنځه خبریالان او یو کارمند د څلورو ساعتونو لپاره په بند کې وو او دوه تنه یې سخت ډبول شوي‌ دي.

د اطلاعات روز خبریال تقي دریابي رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې څو طالبانو یوځای هغه په لرګیو او په ټول قوت سره وهلي ټکولی دی.

په نیویارک کې د خبریالانو د محافظت کمیټې هم دا تائید کړې ده چې طالبانو خبریالان د ساعتونو لپاره بندیان کړي ، یو شمیر یې ډبولي او د هغوی وسایل یې نیولي دي.

ستیف پټلر چې د خبریالانو د محافظت د ټولنې مشر دی ویلي دي چې طالبانو ډیر ژر ثابته کړه چې د ازادو او خپلواکو رسنیو په برخه کې د هغوی تعهد "بې ارزښته" دی.

د بلخ ولایت له مرکز مزار شریف ښار څخه هم په خپرو شویو ویډیو ګانو کې ښکاري چې طالبان هڅه کوي کوي پر کمرو د هغو سمبالو خبریالانو مخه ونیسي چې غواړي د میرمنو مظاهرې تر خبري پوښښ لاندې راولي. خو امریکا غږ ونکړای شول په خپلواک ډول دغه ویډیو ګانې تائید کړي.

د افغان خبریالانو د خپلواکې ټولنې په ګډون د رسنیو د حقونو ملاتړ سازمان، له خبریالانو سره د طالبانو چلند غندلی دی.

یادې ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې د خبریالانو نیول او د هغوی په وړاندې تاوتریخوالي، ښکاره کوي چې طالبان د ازادو او خپلواکو رسنیو په اړه په خپلو ژمنو ولاړ ندي.

د راپورونو له مخې، طالبانو د روان میلادي کال د سپټمبر په لومړۍ نیټه، د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې هم ۱۲ خبریالان نیولي دي.

د پاکستان له پيښور او کراچۍ څخه پنځه خبریالان او درې الماني خبریالان د هغو ژورنالیستانو په ډله کې وو چې په جلال اباد ښار کې د طالبانو له خوا نیول شوی وو.

یو شمیر خبریالانو د امریکا غږ اردو څانګې ته ویلي دي چې هغوی د اجازې پرته د فلمبرداري او عکس اخیستلو له امله د طالبانو له خوا ونیول شول.

په کابل د طالبانو د واکمنیدو وروسته، له ټول افغانستان څخه سلګونو خبریالانو هڅه کړې ده چې هیواد پریږدي او یو شمیر یې په دې کار بریالي شوي هم دي.

د طلوع نیوز خبریالي شکیلا ابراهیم خیل هم په ۲۰۱۶ کال کې وروسته له هغه افغانستان پریښود چې همکاران یې ووژل شول. هغې امریکا غږ ته ویلي دي د طالبانو په هغو ژمنو باور نشي کولی چې ویلي دي ازادو او خپلواکو رسنیو ته به اجازه ورکړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته یو شمیر رسنیو د موسیقي او د میرمنو لپاره خپل ځانګړي پروګرامونه درولي دي او د رسنیو ګڼ شمیر ښځینه کارکوونکو خپلې دندې پریښي دي.