افغانستان د خبریالانو ملي فدراسیون د رسنیو پر وضعیت اندېښنه وښوده 

طالبانو هغه خبریالان نیولي او وهلي چې د ښځو په مظاهرو یې راپورونه کول

د افغانستان د خبریالانو ملي فدراسیون په رسنیو باندې د طالبانو د وروستیو محدودیتونو په اړه، چې د افغانستان لپاره د ځینو نړیوالو رسنیو د خپرونو بندول هم په کې شامل دي، ژوره اندېښنه ښودلې ده.

دغه فدراسیون د پنجشنبې په ورځ مارچ ۳۱ (وري۱۱) په یوې اعلامیې کې د افغانستان لپاره د امریکا غږ اشنا، بي بي سي او دویچه وله د تلویزوني خپرونو بندولو ته په اشارې ویلي دي چې «د رسنیو ازادي په دغه هېواد [افغانستان] کې یوې بلې ټېټې مرحلي ته» رسېدلې ده.

دغه فدراسیون همدغه راز د طالبانو له لوري د نیول شويو خبریالانو سملاسي پرېښودل غوښتي دي او ویلي یې دي چې «طالبان باید ژر تر ژره د رسنیو ډارول بند کړي».

افغانستان لپاره د امریکا غږ «اشنا تلویزون» خپرونې په طلوع، طلوع نیوز او لمر تلویزون باندې خپرېدلې. تر دې مخکې د امریکا غږ اشنا تلویزون څه باندې یوه لسیزه د افغانستان ملي تلویزون له لارې خپرونې لرلې.

د اشنا تلویزون خپرونې د مارچ په ۲۷ نېټه په افغان خصوصي تلویزونونو کې بندې شوې. همدغه د امریکا غږ یوه نوې خپرونه «اتصال»، چې په شمشاد تلویزون کې خپرېدله، هم بنده شوې ده.

د امریکا غږ سرپرستې مشرې میرمن یولنډا لوپز د طالبانو دا پرېکړه وغندله او«د طالبانو له لوري یې په محتویاتو باندې لګول شوي محدودیتونه غیر اخلاقي او د بیان د ازادۍ خلاف» وبلل.

نوموړې ویلي دي: «امریکا غږ به د تلویزون، راډیو او انټرنټ له لارې د افغانستان خلکو ته د حقیقي معلوماتو رسول» روان ساتي او دا یې مسئولیت دی.

امریکا غږ د طالبانو له دغه اقدام څخه یوه ورځ وروسته د سپوږمکۍ له لارې خپلې ۲۴ ساعته خپرونې پیل کړې چې په پښتو او دري ویبپاڼو او د ډیجیټل په نورو برخو کې خپرېږي.

د سپوږمکۍ له لارې د امریکا غږ اشنا په خپرونو سربېره، د امریکا غږ ټولې راډیويي خپرونې هم له دغه لارې خپرېږي او مینه وال یې اورېدلای شي.

د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې د معلوماتو په اساس د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې راهېسې، چې طالبان په افغانستان واکمن شوي دي، په ۳۳ ولایتونو کې د رسنیو ۳۱۸ ادارې تړل شوي او سلګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بيکار شوي دي.

د خبریالانو د ملاتړ دغې ټولنې د طالبانو له لوري په رسنیو باندې د رسنیو د سانسورولو او خبریالانو د نیولو او ځورولو په اړه هم ژوره اندېښنه ښودلې ده.