د نړۍ د کیک بوکسینګ افغان اتل یاقوت شاه وپېژنئ

ښاغلي حکیمي تازه په اسټرالیا کې په خپل وزن سیالي وګټله او د اتلولۍ کمربند یې تر ملا وتړه

د نړۍ د کیک بوکسینګ د سپک وزن افغان اتل یاقوت شاه حکیمي وايي چې هڅه یې دا ده چې د ازادې مبارزي اتلولي هم وګتي.

ښاغلي حکیمي تازه په اسټرالیا کې په خپل وزن کې سیالي وګټله او د اتلولۍ کمربند یې تر ملا وتړه.

نوموړي امریکا غږ اشنا ته وویل چې تر دې دمه یې ۲۳ رسمي سیالۍ کړي، ۲۱ یې ګټلي او دوې یې بایللي دي. هغه وویل چې په ۱۹ سیالیو کې یې سیالان ناک اوټ کړي، داسې چې تر مشخص وخت مخکې یې پرځولي او له میدان نه ویستلي دي.

په کیک بوکسینګ کې لوبغاړي یو بل په سوکانو او لغتو وهي، څملوي او پرځوي، هر چا چې ښه او په ځای وارونه وکړل، لوبه ګټي، په دغې لوبې کې ځېنې وخت د لوبغاړو سرونه هم ماتیږي او د بدن ځینې غړي هم ژوبلیږي.

یاقوت شاه حکیمي په ۲۰۱۲ کال کې اسټرالیا ته مهاجر شو، هغه وویل چې د افغانستان لپاره سیالي کوي او په همدې دلیل، په هره سیالي کې د افغانستان ملي بیرغ په خپلو اوږ خپروي.

له هغه سره د هاشم حبیبزاده پوره مرکه دلته واورئ

Your browser doesn’t support HTML5

له یاقوت شاه حکیمي سره د هاشم حبیبزاده مرکه