د کندز والي وایي زورواکو خلک په قومونو او ډلو ویشلي دي

د کندوز والي محمد عمر ساپي

د کندوز والي په داسې حال کې دا خبره چې د تیرو دیارلس کلونو په ناامنیو کې د ښکیلو کسانو ریښې تر کابله رسیږي، کوي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د کندوز له ټولو رئیسانو او ولسوالانو سره په یو ویډیویې کنفرانس کې دا په ډاگه کړه چې د کندوز ټول چارواکي تر څارنې لاندې دي او هغه کسان چې وظیفوي کمزورتیا ولري له دندو به ګوښه کړل شي.

جمهور رئیس غني په دغه ویدویي کنفرانس کې د کندوز والي ته وویل " ټولو رئیسانو ولسوالانو او ښاروال ته ښکاره کړئ چې تر څیړنې لاندې دي. تاسو د رهبرۍ ډله د څیړنې بشپړ صلاحیت لرئ او هیڅوک د هیڅ وزارت له خوا نه شي حمایه کیدای."

په کندوز کې په دې وروستیو کې پر پنځه مهمو چوکیو نوي کسان مقرر شوي دي، چې والي، د امنیې قوماندان، د ملي امنیت رئیس، د محکمې رئیس، او د ملي اردو د لیوا قوماندان په کې شامل دي. د رپوټونو له مخې دغو چارواکو ته د پخوانیو مقاماتو په پرتله د مرکزي حکومت له خوا زیات صلاحیتونه ورکړل شوي دي.

د کندوز والي محمد عمر ساپي تیره ورځ له ځوانانو سره په یوه غونډه کې وویل چې دوي به په کندوز کې تغیرات راولي او اهل کسانو ته به دندې وسپاري.

ښاغلي ساپي ناامنیو ته په اشارې سره وویل " په تیرو دیارلسو کالو کې چې په ناامنیو کې يې لاس درلوده، په مافیايې شکل يې ریښې تر کابل او نورو ځایونو ته رسیدلي دي، که مونږ د امنیت لپاره هر ډول طرحه عملي کوو له خنډ سره به مخ کیږو، نو په دغه وخت ستاسو ملاتړ ته ضرورت لرم."

ښاغلي ساپي وویل چې مافیایي کړیو په تیرو کلونو کې څلورو مهمو قدرتونو ته لاس رسې پیدا کړې چې یو قدرت يې مطبوعات دي، او له دغې لارې د خپل مخالف پر وړاندې سنګر نیسي.

هغه وویل "مافیا او زورواکانو څلورو مهمو قدرتونو ته لار موندلې ده، چې یو قدرت يې مطبوعات دي، د هر زورواکي په واک کې یوه رسنۍ هم شته که مونږ دلته هغوي تر فشار لاندې راولو هغوي به زمونږ پر وړاندې مطبوعاتي سنګر نیسي او مرکزي حکومت ته به مو تخریبوي، خو که یوه خبره او په یوه فکر اوسو، هیڅوک مو مخکې نه شي دریدلای."

نوموړي دا هم وویل چې یو شمیر زورواکانو خلک په قومونو او ډلو ویشلي دي او خپل حکومت يې کړې " په کندوز کې مافیا او ټوپکسالارانو چې تر اوسه له هغې ګټه اخیستې په قومونو ویشل دي، او هڅه يې کړې چې خلک په تاجک، پښتون، ازبک او نورو باندې وویشي، له دې وروسته به له دغسې کارونو سره مبارزه کوو او شریک ژوند به کوو."

د کندوز والي په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې دغه کړې په ناامنیو او د خلکو په بې اتفاقۍ کې لاس درلود، خو مشخص يې د کومې ډلې او یا هم کوم شخص یادونه ونه کړه.