جنوبي افریقا په درېیمې لوبې کې افغانستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یکشنبه سپټمبر ۲۲ (تلې لومړۍ) د جنوبي افریقا سره درېیمه او وروستۍ لوبه وبایلله.

افغانستان ددې لړۍ دوه لومړنۍ لوبې ګټلې وې او په درییمې لوبې کې تر ډیره حده لوبډله بدله کړې وه.

افغانستان پخپل نوبت کې یوازې ۱۶۹ منډې وکړلې او ټول لوبغاړي یې په ۳۴ اورونو کې وسوځیدل.

رحمان الله ګربز پدې لوبې کې ۸۹ منډې وکړلې. هغه نه یوازې د یکشنبې ورځې لوبې بلکې د ټولې لړۍ غوره لوبغاړی شو.

سره لدې ګربز په لومړنۍ لوبې کې هیڅ منډه نه وه کړې خو په دویمې لوبې کې یې بیا ۱۰۵ منډې کړې وې.

ګربز لومړنی لوبغاړی شو چې د شارجې په لوبغالي کې د جنوبي افریقا لوبډلې په خلاف سلیزه کوي. هغه همدارنګه لومړنی افغان لوبغاړی شو چې اوه سلیزې کوي.

جنوبي افریقا د افغانستان لوبډلې لخوا ټاکل شوی هدف د لوبې په ۳۳ اور کې پداسې حال کې پوره کړ چې یوازې درې لوبغاړي یې سوځیدلي و.