افغانستان نیوزلینډ ته ماتې ورکړله او نیمه پای لوبې ته ووت

افغانستان د نولس کلنو د نړیوال جام په سیالیو کې د نیوزلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړله او د روانو سیالیو نیمه پای لوبې یا سیمي فاینل ته یې لار پیدا کړله. دا لومړی ځل دی چې افغانستان د کرکټ په لوبې کې دې پړاو ته رسیږي.‌

افغانستان پخپل نوبت کې ۳۰۹ رنزونه وکړل.‌ دا په روانو سیالیو کې د افغانستان د لوبډلې تر ټولو زیات رنزونه وو.

د افغانستان لپاره رحمان الله ګربز ۶۹، ابراهیم ځدران ۶۸، بهیر شاه ۶۷ او غظمت الله عمرزی ۶۶ رنزونه وکړل. د لوبې غوره لوبغاړی هم عظمت الله عمرزی وټاکل شو. هغه یوازې په ۲۴ توپونو ۶۶ رنزونه وکړل چې ۷ یې شپږیزې او درې څلوریزې وې.

په ځواب کې د نیوزلینډ ټوله لوبډله د لوبې په ۲۹م اور کې وسوځیدله او یوازې ۱۰۷ رنزونه یې وکړل. پدې سره افغانستان د نیوزلینډ لوبډلې ته د ۲۰۲ رنزونو په توپیر ماتې ورکړله. افغانستان د دوشنبې په ورځ - جنوري ۲۹ مه ـ د اسټرالیا د لوبډلې سره په نیمه پا لوبې یا سیمي فاینل کې مخامخ کي.

مجیب ځدران او قیص احمد د نیوزلینډ څلور څلور او نوین الحق یو لوبغاړی وسوځاوه.

په نیوزلینډ کې د روان نړیوال جام سیالیو په دویم پړاوا یا کوراټر فاینل کې کې څلورمه او وروستۍ لوبه سبا د هند او بنګله دیش د لوبډلو تر منځ کیږي.‌ د دې لوبې ګټونکی به د پاکستان د لوبډلې سره په سیمي فاینل کې مخامخ شي.