د کابل پولیسو د خبرداري پروړاندې د خبریالانو غبرگون

افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې خبریالان په کې خوندي نه گڼل کیږي

د کابل پولیسو، بهرنیو خبریالانو او کارکوونکو ته خبرداری ورکړی چې له دې وروسته دې د تګ را تګ پر مهال یا شخصي ساتونکي له ځانه سره ولري، او یا دې له دفتر او یا استوگنځای څخه له وتلو ډډه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې دا کار یې د بهرنیو کارکوونکو د خوندي پاته کېدو په خاطر کړی، خو بل لور ته بهرني کارکوونکي او خبریالان بیا په دې پریکړې اندېښمن دي.

د افغانستان د ‏ژورنالیستانو ملي اتحادیې د یوې اعلامیې په خپرلو، له بهرنیو خبریالانو سره د کابل د پولیسو چلن، «غیرقانوني» بللی دی. نوموړی اتحادیې ویلي چې پر بهرنیو ژورنالیستانو په ښار کې په یواځې سر د تگ راتگ بندیز، هم د نافذ شوي قانون پر خلاف دی او هم معلوماتو ته د لاسرسي او د آزادو رسنیو د فعالیت حق تر پښو لاندې کوي.

په اعلامیې کې راغلي چې پولیس باید د خبریالانو د خوندیتوب لپاره، نورې لارې چارې وسنجوي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشر نجیب شریفي هم اندیښنه څرگندوي او وایي چې په افغانستان کې ډیری خارجي خبریالان، فریلانس یا خپلواک دي، او که پر دوی دا شرط کېښودل شي چې باید له ځانه سره شخصي ساتونکی ولري، نو کار به ونشي کولای.

په کابل ښار کې خپلواکه امریکایي خبریاله کورټني باډي وایي کله چې غوښتل یې له دفتر څخه خپل استوگنځي ته ستنه شي، نو د کابل پولیسو راوگرځوله او دوه ساعته یې ترې پوښتنې گرویږنې وکړلې. هغه زیاتوي چې پولیسو له دې او ورسره یوې بلې بهرنۍ خبریالې وغوښتل چې د یواځې تگ راتگ د نه کولو ژمنلیک ورته امضا کړي.

مېرمن کورټني وایي چې دا یوه اونۍ اوس هغه په خپل استوگنځي کې ده او نه پوهیږي چې ښار ته راووځي او که نه. هغه دا شپږ کاله په کابل کې د خبریالې په توگه کار کوي.

بل پلو د کورنیو چارو وزارت بیا له خبریالانو غواړي چې خپل فعالیتونه له پولیس سره همغږي کړي او که داسې وکړي، نو پولیس به دوی ته ساتونکي هم ورکړي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب شریفي وایي دا کوم محدودیت نه، بلکې له خبریالانو سره د هغو د امنیت په برخه کې مرسته ده.

له چارواکو د سپیناوي غوښتنه

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې خبریالانو او د خبریالانو د ملاتړ ټولنو څه موده مخکې د امنیتي ستونزو له امله خپلې اندیښنې له جمهور رئیس غني سره شریکې کړلې چې هغه بیا وروسته (د تېرکال د سلواغې پر لسمه نیټه) یو حکم صادر او په هغه کې یې د نورو ټکو سربېره، دفاعي او امنیتي ارگانونو ته امر وکړ چې د رسنیو له کارکوونکو سره د ښه چلن زده کړه دې پخپلو تعلیمي نصابونو کې شامله کړي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په خپلې خبرپاڼې کې زیاته کړې چې: «له بده مرغه، اوس هم په گڼ شمېر ثبتو شویو قضایاوو کې، د امنیتي موظفینو په ځانگړي توگه د پولیس د ناوړه چلن لوړ گراف لیدل کیږي.»

په همدې اړه، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د کورنیو چارو له وزارت، د ملي دفاع له وزارت، او د ملي امنیت له لوی ریاست څخه دا سپیناوی غوښتی چې هغو د خبریالانو سره د ښه چلن په برخه کې د جمهور رئیس حکم تر کومه بریده عملي کړی دی.

په کابل کې، په دې وروستیو کې د یوې خیریه موسسې د یوې هندۍ کارکوونکې اختطاف، د بهرنیو اتباعو د خوندیتوب په اړه اندیښنې زیاته کړلې.