د بدخشان د سرو زرو او بلخاب د مسو د قراردادونو پر شفافیت شکونه؟

افغان حکومت د بدخشان د سرو زرو او بلخاب کې د مسو د کانونو د سپړلو قراردادونه د سنتار په نامه شرکت ته ورکړل.

افغان حکومت د دغو شرکتونو تړون په واشنګتن کې د دغه شرکت له استازو سره لاسلیک کړ.

افغانستان کې د شفافیت د څار سازمان وايي دا قرارداد د افغانستان د قانون خلاف ورکړل شوي دي. تېره میاشت (اګست۱۲) د ولسمشر غني په مشرۍ د اقتصادي شورا په غونډه کې د دغو قراردادونو دورکولو پرېکړې شوې وه

د قراردادونو یو برخوال د افغانستان د ښارجوړونې وزیر سعادت منصور نادري دی. د شفافیت د څار د ادارې مشر محمد اکرام افضلي وايي د قانون له مخې حکومت نشي کولی چې د سیاسي روابطو او سیاسي ملاحظو په اساس دا ډول قراردادونه لاسلیک کړي.

نوموړي دا خبره هم وکړه چې حکومت په اوسنیو شرایطو کې د دغو کانونو امنیت نشي ساتلی او د استخراج پر چارو هم د څار ظرفیت نلري. ښاغلي افضلي وویل چې دوی له دې پلوه ولسمشر غني ته خپله اندېښنه هم ښودلې خو" هغه تهدید کړ".

ارګ وايي چې قراردادونه د قانون له مخې په ټولو شرایطو برابر لاسلیک او ورکړل شوي چې میلیونونه ډالر به افغانستان ته عاید ولري او زرګونه کاري زمینې به هم برابروي.

له ښاغلي افضلي سره د جعفر هاند پوره مرکه دلته واورئ

Your browser doesn’t support HTML5

له سید اکرام افضلي سره د جعفر هاند مرکه