د ننگرهار په خوگیاڼو کې چاودنې مرگ ژوبله اړولې

عکس ارشیف - ننگرهار چاودنه

د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې چاودنې یو کس وژلی او څوارلس تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې چاودنه د خوږیاڼو په بازار کې نن د جمعې په ورځ (تگست ٢٣) سهار لس بجې شوې ده.

ښاغلي خوږیاڼي دا هم وویل چې چاودنه د سړک د غاړې د یو ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په نتیجه کې رامنځ ته شوې ده.

د هغه په ونیا پدغه چاودنه کې یو کس وژل شوی او څوارلس نور ملکي وگړي زخمیان شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي چې له دغې پېښې څخه ورته څوارلس زخمیان انتقال شوي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې او یا کوم کس د دغې چاودنې مسولیت نه دی اخیستی.