د ننګرهار په ځینو سیمو کې پنبه د کوکنارو ځای نیسي

د ننګرهار په ځینو سیمو کې چې پخوا کوکنار کرل کېدل اوس په همدغو سیمو کې کروندګرو د کوکنارو د کر په ځای د پنبې کر ته مخه کړې ده او وايي، چې پنبه د کوکنارو یو ښه بدیل دی.

پدغه ولایت کې په اوو ولسوالیو کې پنبه کرل کیږي او کروندګر پدې انګیري، چې پنبه په اقتصادي لحاظ هم دوی ته ښه تمامیږي او د کوکنارو له کر یې ګرځولي دي.

د بټي کوټ ولسوالۍ یو کروند ګر سید کمال وایي چې ترپخوا یې په سیمه کې د پنبې کر زیات شوی دی.

سید کمال وویل "تېرکال ما یو جریب پنبه کرلې وه سږکال یونیم جریب ده، کرل یې تکلیف نه لري، فصل یې هم حلال دی او ګټه یې هم ښه ده. خوشاله یو ترې".

د بټي کوټ ترڅنګ د ننګرهار په یوې بلې ولسوالۍ چپرهار کې هم اوس د پنبې کر زیات شوی دی، ددې ولسوالۍ کروندګر تاج محمد وایي چې سږکال تر کوکنارو وروسته پنبه په دې ولسوالۍ کې دویم فصل وو او ډېرو کروندګرو د کوکنارو پر ځای پنبه کرلې وه.

تاج محمد وویل" پنبه دلته ښه حاصل ورکوي، پخوا به چې چا کوکنار کره سږکال پرهمغو ځمکو یې پنبه کرلې وه."

د ننګرهار کرنې ریاست وایي که څه هم دقیق ارقام ورسره نشته چې سږکال په دې ولایت کې پر څومره ځمکه پنبه کرل شوې وه خو د معلوماتو له مخې تر تېرکال هم د پنبې کرل ډېر شوي او د کوکنارو ښه بدیل کېدای شي.

پدغه ولایت کې اوس مهال پنبه حاصل ته رسېدونکې ده او د حاصل د ټولولو موسم یې دی.

Your browser doesn’t support HTML5

په ننګرهار کې پنبه