د جلال اباد سکهان د کوکنارو له ډېرښته په ویره کې دي

په جلال اباد کې مېشت اهل هنود او سکهان وایي چې دوی په دې ولایت کې د مخدره موادو له شتون او په ننګرهار کې د کوکنارو د سږني کال له ډېرښت په اندېښنه کې دي او وايي، داسې نه چې سکهان په نشه يي توکو اخته شي.

په ننګرهار کې د هندوانو او سکهانو د مرکزي درمسال ویاند سردار اقبال سنګ وایي چې دوی له دولته د مخدره موادو د کارولو مخنیوی غواړي.

د اقبال سنګ پر وینا په ښار کې د مخدره موادو کارول ډېر شوي او دوی ته اندېښمنونکی دی.

هغه وایي چې مخدره موادو خلکو او سیمې ته زیان رسولی او دوی یې د جدي مخنیوي غوښتونکي دي.

اقبال سنګ وایي:

“مخدره مواد چې دي دا هم د وطن لپاره او هم خلکو ته او موږ او تاسو ته ډېر زیان رسوي نو موږ تاسو او هم خلکو ته اوهم دولت ته په کار دي چې ددې پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي چې خلک دې ته ډېر متوجه نه شي او دې نه ډډه وکړي ”.

اهل هنود او سکهان وایي چې دوی په دولتي غونډو کې د ګډون پرمهال هم د مخدره موادو پر ضد خپل دنده ترسره کوي او دولتي ارګانونه او عام خلک په دې برخه کې مبارزې ته رابولي.

په جلال آباد ښار کې مېشت اهل هنود میرسنګ خوګیاڼیوال په دې اړه وایي:

”د ولایت پروګرامونو ته چې ځو وایو چې باید د مخدره موادو خاصتاً پوډرو پر ضد باید موږ په یو اتفاق کار وکړو، دا زموږ ټولو افغانانو ګډ دښمن دی، ټولو خلکو ته، ټولو رئیس صاحبانو ته همداسې وایو”.

جلال آباد مېشتي هندوان او سکهان که څه هم په دولتي ادارو کې هیڅ ډول رسمي دنده نه لري خو په رسمي توګه په دولتي پروګرامونو کې ګډون ورکول کېږي.

دوی د ننګرهار ولایتي ادارې سره په ډېرو برخو کې ملاتړي دي.

په جلال اباد کې اوسمهال تر سلو ډېرې د اهل هنودو او سکهانو کورنۍ ژوند کوي.

په جلال آباد کې مېشت هندوان او سکهان وایي چې دوی تر اوسه مخدره مواد نه دي کارولي خو له کارولو یې وېره لري او د مخدره موادو روږدي کسان ورځ تر بلې ډېرېدونکي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

سکهان په ننګرهار کې