په ننګرهار کې د کوکنارو د کروندو اړولو کمپاین شروع شوی

په ننګرهار کې دولت له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د کوکنارو له منځه وړلو کمپاینونه پیل کړي.

په دې ولایت کې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي چې تر دامهاله یې په زرګونه جریبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار اړولي.

د یادې ادارې مسؤولین وایي چې دوی د ننګرهار په اوو ولسوالیو کې د کوکنارو اړول پیل کړي .

خو د سیمې خلک بیا پر دولت نیوکه کوي چې د کوکنارو له منځه وړلو کمپاین یې پر داسې مهال پیل کړی چې په لرې پرتو ولسوالیو کې کروندګرو له خپلو کرل شویو کوکنارو حاصلاتو ټولول پیل کړي.

دوی وایي دولت د کوکنارو له منځه وړلو لپاره له وخته وروسته پرېکړه کړې.

خو د ننګرهار ځایي اداره وایي چې دوی په لومړی سرکې چې کوکنار تازه کرل شوي وو هم د کوکنارو له منځه وړلو کمپاینونه ترسره کړي .

Your browser doesn’t support HTML5

په ننګرهار کې د کوکنارو د حاصلاتو ټولول پیل شوي

د دې ولایت د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي چې دوی اوس په هغو سیمو کې دویم ځلي کمپاین پیل کړی چې له لومړي ځل کمپاین وروسته هم په کې کوکنارو فصلونه پاتې وو.

هغه وایي دولت په لومړي سر کې کروندګرو ته د کوکنارو نه کرلو په اړه عامه پوهاوی ورکړی و.

خوګیاڼی وایي چې دوی به په ټولو هغو سیمو کې کوکنار واړوي چې د دولت تر ولکې لاندې دي.

د ننګرهار دولتي اداره پر داسې مهال د کوکنارو له منځه وړلو کمپاینونه کوي چې د دې ولایت په ډېرو سیمو کې له کوکنارو څخه حاصلات ټولول پیل شوي.