ګلاب منګل: د کوکنارو پرضد روان کمپاین قناعت بخښونکی دی

د ننګرهار والي ګلاب منګل وایي، چې دوی د دې ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د کوکنارو پرضد روان کمپاین ګټور بولي.

هغه وایي د روان کمپاین په اوږدو کې چې څومره کوکنار اړول شوي دوی ته قناعت بخښونکی دی.

د ننګرهار والي وایي، دوی د کوکنارو له منځه وړلو لپاره ۲۲.۵ میلیون ډالره ترلاسه کړي چې له مخې به یې کوکنار له منځه وړي.

د ننګرهار والي وایي چې په نږدې راتلونکي کې به هم له ۲۰- ۳۰ میلیونه ډالرو پورې نوره مرسته به هم د کرنې د پراختیا لپاره ترلاسه کړي.

دی وایي له دې پیسو به په ننګرهار کې د کوکنارو له منځه وړلو او د بدیل کښت رامنځته کولو کې کار واخیستل شي.

ګلاب منګل وایي دوی سږکال د کوکنارو له منځه وړلو لپاره پخه اراده کړې او غواړي په ډېرو سیمو کې کوکنار له منځه یوسي.

Your browser doesn’t support HTML5

ګلاب منګل: د کوکنارو پرضد روان کمپاین قناعت بخښونکی دی

هغه وایي دوی اوسمهال د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې د کوکنارو له منځه وړلو کمپاینونه لري.

خو بل لورته د ننګرهار له نشه يي توکو سره د مبارزې رئيس ویلي وو چې پدغه ولایت کې د کوکنارو د اړولو کمپاین پای ته رسېدلی دی او ددغه ولایت په پنځلسو ولسوالیو کې يې تر زر هکټاره ځمکهباندې کرل شوي کوکنار اړولي دي.