ننګرهار کې د کوکنارو پرځای هندواڼې او خټکي ډېر کرل شوي

د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ کروندګر وایي چې سږکال یې پر هغو ځمکو هندواڼې او خټکي کرلي وو چې تېرکال یې په کې په پرېمانه کچه کوکنار کرل شوي وو .

دوی وایي تېرو کلونو کې به یې پرخپلو ځمکو کوکنار کرل او بیابه یې د ساتنې لپاره وسله والو طالبانو او داعش ډلې ته پناه وړله.

دوی وایي سږکال یې په خپله خوښه د کوکنارو له کرلو ډډه کړې او پر ټولو ځمکو کې یې هندواڼې او خټکي کرلي چې تر کوکنارو یې حاصلات څو وارې زیات دي.

دوی وایي چې د دوی لپاره د کوکنارو ښه بدیل هندواڼې او خټکي دي چې د پلور غټ بازار یې د تورخم-جلال آباد لویه لار ده.

Your browser doesn’t support HTML5

په بټي کوټ کې د کوکنارو پرځای د هیندواڼو او خټکیو کرکیله

د بټي کوټ کروندګر وایي چې د خپلو کوکنارو د ساتنې لپاره او د دولتي کمپاینونو د مخنیوي لپاره به یې وسله والو طالبانو او داعش ډلې ته پناه وړله او د هغوی په مرسته به يې پر خپلو ځمکو کرل شوي کوکنار ساتل.