د سرای شمالي غونډۍ د معتادینو له شتون څخه پاکه شوه

د کابل ښار پولیسو د دو‌شنبې په ورځ ددغه ښار د شمالي سرای له سیمې شاوخوا دوه سوه په نشه يي توکو روږدي راټول او د امید په نوم د معتادینو د درملنې په مرکز کې یې بستر کړل.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت د مخدراتو د غوښتنې د کچې راټیټولو څانګې رئیس محمد ناصر شریفي امریکا غږ آشنا ته وویل، دغه شمیر معتادین یې ځکه نن راټول کړل، چې د ژمي په سړې هوا کې له کومې سرپناه پرته د سرای شمالي په غونډۍ کې دیره او د هوا د سړښت له امله یې ژوند له ګواښ سره مخ وو.

هغه زیاته کړه، چې دوی به د امید په مرکز کې درې میاشتې تر درملنې لاندې ونیسي او له هغې وروسته به خپلو کورنیو ته وسپارل شي‪.

د عامې روغتیا وزارت د شمیرو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا درې نیم میلیونه کسان له مخدره موادو څخه متاثره دي، چې ۱.۴ میلیونه یې په مستقیم ډول مخدره مواد کاروي او نږدې ۵۰ فیصده یې بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري‪.

ددې وزارت د شمېرو په اساس په کابل کې د معتادینو شمېره تر نورو ټولو ولایتونو خورا لوړه ده او ددې ښار په ګڼو میشتو سیمو کې په ډله ایز ډول معتادین شته دي.

د سرای شمالي له غونډۍ څخه د معتادینو د راټولولو بهیر په لاندې ویډیو کې چې د امریکا غږ خبریال ممتاز بهیر چمتو کړې لیدلی شئ.

Your browser doesn’t support HTML5

د سرای شمالي غونډۍ د معتادینو له شتون څخه پاکه شوه