امریکا، ناتو د افغانستان پر تګلارې غور کوي

شتولتنبرگ وایي، ناتو تر اوسه د خپل غوڅ ملاتړ ماموریت په اړه وروستی تصمیم نه دی نیولی خو د هغه په وینا پرته له شکه ناتو به د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د افغانستان وروستیو حالاتو په ځانگړې توگه د کندز وروستي کړکیچ د امریکا متحده ایالات او د ناتو متحدین اندیښمن کړي او غواړي د خپلې تګلارې په هکله بیا غور وکړي.

د ناتو عمومي منشي ینز شتولتنبرګ د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډې کې وویل "مونږ به د افغانستان په حالاتو او همداشان د پوځي مشورې لپاره د ناتو د شتون لپاره د یوې اډې په ضرورت غور وکړو".

د ٢٠١۴ کال په پای کې اکثر ب]رني سرتیري له افغانستان څخه ووتل

ښاغلي شتولتنبرګ وویل چې ناتو په افغانستان کې امنیتي حالات او د افغان ځواکونو ظرفیتونه څیړي او د دغو ارزونو په بنسټ به د خپل ماموریت په هکله پریکړه وکړي. ناټو دا مهال په افغانستان ناجګړه ایز ماموریت لري او یوازې د افغان ځواکونو پر روزنې او سمبالښت ټینګار کوي.

ښاغلي شتولتنبرگ دا هم وویل چې ناتو تر اوسه د خپل غوڅ ملاتړ ماموریت په اړه وروستی تصمیم نه دی نیولی خو د هغه په وینا پرته له شکه ناتو به د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا پریکړه

د چهارشنبې په ماښام امریکايي ولسمشر باراک اوباما او افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ټلیفون له لارې خبرې وکړي. د افغان ولسمشر دفتر په یوې خبرپانۍ کې وویل چې ولسمشر باراک اوباما به له افغانستان نه د امریکا د "دفاع، ملاتړ او لا ډېرو مرستو" په اړه ډیر ژر پریکړه اعلان کړي.

د ناتو او امریکایي ځواکونو قوماندان جان کمبل د امریکا کانگرس ته وویل چې د افغانستان د حالاتو ارزونه او د هغه اړوند موضوعگانې سپینې ماڼۍ ته وړاندې شوي دي.

که څه هم چې په دې هکله زیات څه نه دي ویل شوي خو د واشنگتن پست ورځپانې درې ورځې مخکې راپور ورکړ چې جمهور رئیس اوباما په جدي توگه د یو پلان په ارزونه بوخت دی چې له مخې یې په افغانستان کې د ٢٠١٦ کال وروسته هم ۵۰۰۰ امریکایي سرتیري په افغانستان کې پاتې شي.

د دې سره جوخت د امریکا د کانگرس د سنا مجلس د دفاعي کمیټې رئیس جان مک کین دوه ورځې دمخه د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د بشپړه وتلو عواقبو ته په اشارې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د امریکا متحده ایالات باید په افغانستان کې دایمي پوځي شتون ولري.