د نوروزو په مناسبت د کرکټ سیالي د ګلبدین لوبډلې وګټله

د کرکټ دا لوبه د نوروز په مناسبت وشوه

د افغانستان کرکټ بورډ په کابل کې د نوروز په مناسبت د ملي لوبغاړو ترمنځ د کرکټ یوه دوستانه او تفریحي لوبه جوړه کړې وه.

د ملي لوبغاړو څخه دوې لوبډلې جوړې شوې وې. د ګلبدین نایب په مشرۍ لوبډله "افغانستان بلو" او د حضرت الله ځاځي په مشرۍ لوبډله "افغانستان رېډ" نومول شوې وه.

د لوبې لېدو ته ګڼ مینوال ورغلي وو

افغانستان رېډ لوبډلې په لسو اورونو کې مخالفې لوبډلې ته د ۱۲۴ منډو هدف وټاکه چې د ګلبدین نایب په مشرۍ د "افغانستان بلو" لوبډلې پوره او لوبه یې وګټله.

دا لوبه د پنجشنبې په ورځ (مارچ۲۱) په کابل ښار کې په ایوبي کرکټ لوبغالي کې وشوه. لوبه د ۱۰ اورونو وه.

دواړې لوبډلې د افغانستان د ملي لوبغاړو څخه جوړې شوې وې

تر ټولو ډېرې ۵۷ منډې د افغانستان رېډ د لوبډلې لوبغاړي، نجیب ترکي وکړې. د دغې لوبې هدف د افغانانو او کرکټ مینوالو لپاره د تفریح برابرول وو.