نوې تذکرې دې ووېشل شي- د نظرپوښتنې پایله

ولسمشر غني د همدې اونۍ په پیل کې دغو تذکرو ته د نوملیکنې او راجستربهیر پیل کړ

امریکا غږ په خپلو پښتو او درې وبپاڼو، فیسبوک او ټویټر کې له لوستونکو غوښتي وو چې د نویو تذکرو د وېش د پیل او ځنډ په اړه نظر ورکړي.

په دغې غیر علمي نظر پوښتنې کې، پوښتنه شوې وه چې نوې برېښنايي تذکرې باید ووېشل شي که دغه بهیر وځنډول شي.

په لسګونو زرو کسانو په دغې نظرپوښتنې کې برخه اخیستې او د سه شنبې تر ورځې (فبروري۲۰) د امریکا غږ پښتو وبپاڼې ۹۸ او دري ویپانې ۹۲ فیصده لوستونکو دنویو تذکرو وېش غوښتی دی.

​زرګونو نورو کسانو پر فیسبوک پر دغه موضوع تبصرې کړې او دا نظر پوښتنه یې له نورو سره شریکه کړې ده.

پر ویبسایټ او فیسبوک سربېره د امریکا غږ په پښتو او دري ټویټر کې هم شاوخوا زر کسانو رایه ورکړې ده.

په پښتو ټویټر کې ۹۱ فیصده او دري ټویټر کې ۸۷ لوستونکو د نویو تذکرو وېش غوښتی دی.

د اجرايي رئیس عبدالله عبدالله په ګډون ځینو نور هم د برېښنايي تذکرو د وېش ځنډول غوښتي، خو ولسمشر غني د همدې اونۍ په پیل کې دغو تذکرو ته د نوملیکنې او راجستربهیر پیل کړ.