افغانستان د داعش نیول شوی مشر پاکستان ته نه سپاري

ملي امنیت څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې اسلم فاروقي یې نیولی دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د حکومت هغه غوښتنه رد کړه چې وايي په افغانستان کې د داعش نیول شوی مشر اسلم فاروقي دې هغه هېواد ته وسپاري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ اپریل لسمه (وري۲۲) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د پاکستان هغه یادښت یې ترلاسه کړی دی چې په کې د اسلم فاروقي د ورسپارلو غوښتنه شوې ده.

اعلامیه وایي: "له هغه ځایه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د متهمینو او مجرمینو د استرداد تړون نه دی موجود، اسلم فاروقی سره به د افغانستان د قوانینو پر بنسټ چلند وسي."

په اعلامیه کې ویل شوی دي چې اسلام فاروقي د ګڼ شمیر ملکي افغانانو او سرتیرو په وژلو تورن دی او "له ده سره به د افغانستان د نافذه قوانینو پر بنسټ چلند وشي. افغانستان د ترورستانو ترمنځ هیڅ توپیر نه کوي، یوشان قانوني چلند ورسره کوي."

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې کابل او اسلام اباد د تروریزم سره د مبارزې د برخې په توګه له "یو بل سره اطلاعات شریک"کولی شي.

تېره ورځ په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته وربلل شوی و چې د فاروقي د تسلیمېدو په اړه ورسره د پاکستان غوښتنه شریکه شي.

پاکستان وايي اسلم فاروقي د هغه هېواد په ضد په ډېرو فعالیتونو کې لاس درلود او باید د پلټنو لپاره اسلام اباد ته وسپارل شي.

اسلم فاروقي د داعش-خراسان ډلې مشر و.‌ د افغانستان د ملي امنیت ریاست د شنبې په ورځ اپریل څلورمه (وري ۱۶) د داعش خراسان د ډلې د مشر عبدالله اورکزی چې په اسلم فاروقي هم مشهور دی، نیولی و.

هغه د داعش د ۱۹نورو جنګیالیو سره یوځای د ملي امنیت په ځانګړو عملیاتو کې نیول شوی و. ددې عملیاتو د ځای او وخت په اړه څه ندي ویل شوي.