د غلام خان بندر د بیا پرانیستلو هڅې پیل شوې، یو کال کیږي تړلی

په ۲۰۱۴ کې چې پاکستان په شمالي وزيرستان کې نظامي عمليات پيل کړل، پر غلام خان بندر تګ راتګ سخت شو.

خو تېرکال چې افغان او پاکستاني ځواکونو په طورخم کې جګړه وکړه، دا سرحدي لاره په شپړه توګه وتړل شوه.

پاکستاني چارواکو په دې وروستيو کې ويلي، چې دا لار بيا پرانيزي، خو تر اوسه په دې هکله عملي ګام ندی اخيستل شوی. د خوست چاروکي وايي، چې دا مسئله د دواړو هېوادونو په سطحه مطرح شوې ده.

د قومي مشر جمال تڼي په وينا په تېرو درې کلونو کې چې دغه لار تړل شوې، د اقتصادي زيانونو پر اوښتو سربېره يې د کرښې دواړو خواو ته د پرتو قومونو ترمنځ مناسبت هم زيانمن کړي دي.

هغه وويل ” دا نه اسلام ايجابوي او نه پښتو، چې د ګاونډيانو ترمنځ چې هم پښتانه دي او هم مسلمان دي، نو په کوم اساس دا لار بندوي. کله چې دا لار بنديږي، دا په لوی لاس د پښتنو ترمنځ نفاق اچول دي جنګ ته لمن وهل دي او د پښتنو لپاره په سلو کې نوي ددغې لارې بندول په تاوان دي‟.

له دې کبله چې غلام خان د نورو سرحدي لارو په نسبت د پاکستان تجارتي مرکز کراچۍ ته نږدې ده، په دې وروستيو کلونو کې يې د عملي ترانزېټ هڅې هم پيل شوې، مګر تراوسه يې څه نتيجه نه ده ورکړې.

سره له دې چې په وروستيو دوه نيمو کلونو کې له پاکستان سره سوداګريزه راکړه ورکړه کمه شوې، د يو شمېر سوداګرو په وينا ددغې لارې پرانستل د سوداګرۍ پراختيا او وده کې څه ناڅه مرسته کولای شي.

سوداګر محمد جليل” د نورو بندرونو په نسبت موږ ته تقريباً ۷۰ او ۸۰ فيصده ګټه ده. د مثال په ډول؛ اوس د واڼه او انګور اډې له لارې موږ ته مال راځي. په يوه بار وړونکي موټر، چې ۳۲ ټنه مال بار وي، ۲۲۰ زره پاکستانۍ کلدارې کرايه ورکوو، خو که د غلام بندر له لارې موږ ته مال راشي، نو په همدې موټر ۳۵ زره پاکستانۍ کلدارې کرايه راځي‟.

وروسته له هغه چې تېرکال پاکستاني ځواکونو له افغان غاړې سره پر ډيورنډ کرښه د جوړېدونکو نظامي تاسيساتو پر سر جګړه وکړه، د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي مناسبات خړ پړ شوي دي.

څېړونکی نصيراحمد روښان بيا په دې نظر دی، چې د غلام خان بندر پرانستل د ځايي خلکو پر ژوند مثبت تاثيرات لري، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د مناسباتو په ښه کولو کې ډېره مرسته نه شي کولای.

هغه وويل ”زه فکر کوم چې د غلام خان لارې پرانېستل د دواړو هېوادونو ترمنځ پv مناسباتو ډېر ژور تاثيرات نه غورځوي. په دې چې دا يوه رسمي ترانزيټي لاره نه ده، ددې لارې څخه په تېرو کې هم ستراتيژيکه استفاده نه ده شوې. خو ددې لارې پرانېستل به د پولې ترمنځ د خلکو په تګ راتګ باندې ښه تاثيرات ولري‟.

خوست ولايت پر ډيورنډ کرښه له پاکستان سره درې عمده لارې لري، چې غلام خان، ببرک تاڼه او ځاځي ميدان په کې شاملې دي، خو له غلام خان پرته د نورو لارو د بيا پرانستلو په اړه تراوسه کومه تبصره نه ده شوې.