٢٠١٧ د افغانستان او پاکستان د اړیکو د بدلون کال وه

د افغانستان حکومتي چارواکي او سیاسي څېړونکي پدې باوري دي، چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان سیاسي، نظامي او ان سوداګریزې اړیکې خرابې وې.

د ډیورینډ د کرښې په اوږدو کې له نښتو نیولې، د ملامتۍ تر تورونو او د سوداګرۍ د تر راکمېدو پورې، پدې کال کې د افغانستان او پاکستان اړیکې ښې نه وې.

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د ۲۰۱۷ کال په اوږدو کې د پاکستان پوځ شاوخوا اته زره توغندي په افغانستان اورولي دي او د ډیورینډ د کرښې په اوږدو کې مخامخ نښتې وشوې.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ ته وویل چې ۲۰۱۷ کال په نظامي لحاظ له پاکستان سره په اړیکو کې یو ناسم کال وو.

د چارو کارپوهان وايي، چې راتلونکي کال ته هم د ښو اړیکو څرک نه لیدل کیږي، دوی وايي، که اړیکې همداسې پاتې شي نو تاثیرات به یې تر دې هم زیات وي.