افغانستان او پاکستان د خبرو اترو د دوام پریکړه وکړه

د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سولې د عمل پلان دریمه غونډه نن د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې وشوه.

افغانستان او پاکستان د فبرورۍ په میاشت کې د سولې د عمل په پلان دوه اړخیزې په ټپه درېدلې خبرې نن یو وار بیا په کابل کې له سره پيل کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې تهمینه جنجوعه په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی نن کابل ته راغی او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عمل د پلان لړۍ په درېیمه ناسته کې یې برخه واخیسته.

د ورځې په پای کې د بهرنیو چارو وزارت یوه لنډه اعلامیه خپره کړه چې دواړه لوریو د مذاکراتو پر دوام هوکړه وکړه.

اعلامیه زیاتوي "په داسې حال کې چې ځیني پرمختګونه وشو خو بیا هم د پام وړ مسایلو په اړه به په راتلونکې کې بحثونه وشي."

اجرائيه ریاست وايي، له پاکستاني پلاوي سره د ترهګرۍ په ضد مسائلو او د ترهګرو په وړاندې د مشخصو اقداماتو په ترسره کولو خبرې شوي دي.

د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د پاکستان د لومړي وزیر راتګ مهم بولي او وایي پاکستان تر سختو فشارونو لاندې دی او د بدلون تمه کیږي.

د افغانستان او پاکستان د سولې د عمل د پلان دوه اړخیزې ناستې د فبرورۍ په یوولسمه پاکستان ته د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي معین حکمت خلیل کرزي په مشرۍ د افغانستان د پلاوي له سفر وروسته بې نتجې پای ته رسېدلې وې.

افغانستان له پاکستان غوښتي وو، چې ترهګر دې وځپي او روزنځایونه دې له منځه یوسي. د تمویل لارې دې پرې بندې کړي او دا کارونه دې د مهالویش په اساس په عملي ډول ترسره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې تهمینه جنجوعه په مشرۍ پلاوی د فبرورۍ په درېیمه افغانستان ته راغلی وو او د دواړو هیوادونو د عمل په پلان هوکړه شوې وه.

تر هغې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر او د ملي امنیت د رئیس پاکستان ته تللی وو او د جنورۍ په میاشت کې یې په کابل کې د خونړیو بریدونو جزئیات له پاکستان سره شریک کړي وو او د اقداماتو غوښتنه یې کړې وه.