د بیجینګ دغونډې ګډونوال: طالبان دې سولې بهیر سره یوځای شي

د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو نن د سه شنبې په ورځ بیجینګ کې د سمیې پرحالاتو خبرې کړي دي

د چین په پایتخت بیجینګ کې نن د سه شنبې په ورځ د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د کابل او اسلام اباد ترمنځ د باور د فضا د پیاوړتیا او د دریو هیوادونو ترمنځ په امنیتي او اقتصادي برخو کې د همکاریو پر زیاتیدو خبرې کړي دي.

د دې درې اړخیزې غونډې پایلې د دریو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو له خوا په یو خبري کنفرانس کې چې د چین د دولتي تلویزیون سي، سي ټي وي، څخه په ژوندۍ بڼه خپریده خبریالانو سره شریکې شوې.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ اي، د نننۍ درې اړخیزې غونډې د پایلو د اعلان پر وخت وویل چې افغانستان او پاکستان په خپلو کې ګاونډیان دي چې دا دواړه هیوادونه د چین ګاونډیان هم دي.

هغه وویل، درې واړه هیوادونه په دې نظر وو، چې د ترهګرۍ پر ضد خپلو سلامشورو ته دوام ورکړي، ترڅو پرته له توپیر څخه د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې همکاري زیاته شي.

ښاغلي وانګ اي وویل "مونږ پر طالبانو غږ کوو چې د سولې له بهیر سره یوځای شي".

هغه وویل چې پاکستان هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو څخه ملاتړ کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې چې پر انګلیسي ژ به ترجمه کیدلې دا هم وویل ‎، چې افغانستان او پاکستان د شرقي ترکستان د اسلامي ډلې پر وړاندې د اغیزمنو اقداماتو په ترسره کولو ورسره موافقه کړې ده.

هغه وویل، د افغانستان او پاکستاني دیني عالمانو ترمنځ د راشې درشې په پیلیدو او ناستو جوړیدلو موافقه وشوه.

وانګ اي وویل چین او پاکستان به د چین د اقتصادي دهلیز د ۵۷ ملیاردو ډالرو په اقتصادي پروګرام کې افغانستان شاملولو باندې هم غور کوي.

د درې هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د راروان ۲۰۱۸ عیسوي کال په دوهمه میاشت فبرورۍ کې په کابل کې د کابل پروسې په نوم د کنفرانس په دوهمه غونډه کې د فعالې ونډې اخیستلو باندې هم موافقه وکړه.

دې خبري کنفرانس ته دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر په خپله وینا کې چین ته د شرقي ترکستان د اسلامي ډلې پر خلاف د اقداماتو ډاډ ورکړ.

د افغنستان د بهرنیو چارو وزیر له ټولو هغو هیوادونو چې پر طالبانو نفوذ لري وغوښتل چې د طالبانو له خواپه افغانستان کې د تاوتریخوالي د اقداماتو په مخنیوي او د سولې بهیر سره د دغې ډلې د یوځای کیدو لپاره دې کار واخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې افغان حکومت ته هغه وړاندیز په اړه هم خبرې وکړې، چې له مخې یې دا هیواد غواړي افغان حکومت سره په بیلابیلو برخو کې د همکارۍ د پراخیدو لپاره کاري ګروپونه جوړ کړي.

هغه وویل په دې غونډه کې یې افغانستان سره د سرحد په مدیریت، د افغان مهاجرینو د مسلې، استخبارتي معلوماتو د تبادلې او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په لارو چارو خبرې کړي دي.

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د درې اړخیزو غونډو د جوړیدو په میکانیزم باندې موافقه د روان ۲۰۱۷ کال د تیرجون په میاشت کې کابل ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر د سفر پرمهال شوې وه.

دا د دغو دریو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه د غونډو لومړۍ غونډه وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې د دغو درې اړخیزو غونډو دوهمه ناسته به د را روان ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې په کابل کې جوړه شي.