د تورخم دروازه پرانستل شوه

افغان چارواکي وایي د تورخم سرحدي دروازه پرته له کوم شرط څخه پرانستل شوی ده

د تورخم دروازه په پاکستان کې د افغانستان د سفیر عمر زاخیلوال او د پاکستان د پوځ د مشر راحیل شریف ترمنځ له خبرو په نتیجه کې د څلورو ورځو بندیدو وروسته خلاصه شوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي د تورخم دروازه د افغان او پاکستاني چارواکو د مذاکراتو په پایله کې د کوم شرط له منلو پرته خلاصه شوې ده.

د تورخم سرحدي دروازه د تېرو څلورو ورځو راهیسې پاکستاني ځواکونو له دې امله بنده کړې وه چې افغان چارواکو یې یوې پوستې ته د سرک د جوړېدو مخالفت کړی و.

د ډیورنډ پر کرښه تورخم یوه له هغو سیمو ده چې ډېر کله پکې افغان او پاکستاني ځواکونه یو بل ته د وسلو خولې وراړوي، خو دا په تیرو څو کلونو کې لومړی ځل دی چې تورخم لاره د دومره اوږدې مودې لپاره تړل کیږي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال امریکا غږ ته ویلي و، چې تر اوږو خبرو او بحثونو وروسته ورسره پاکستاني چارواکي د لارې پر خلاصن سلا شوي دي.

ښاغلي زاخیلوال هم نن په خپل تویټر کې ددې لارې د خلاصون خبر ورکړی دی.

د ننګرهار د ګمرک ادارې ویلي چې د دغې لارې د بندیدو له امله د دوی ورځنی عاید له دیرشو میلیون نه لس میلیون افغانیو ته راټیټ شوی و. دوی ددې لارې بندیدل یوه لویه اقتصادي ضربه وگڼله.

ولسی خلک هم د دغې لارې په خلاصون خوشاله دي او وايي د تړل کیدو په وجه له ګڼو ننګونو سره مخ شوي وو.