افغانستان او پاکستان د اسیا د ١٩ کلنو کرکټ کپ فاینل کې لوبه کوي

د افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان او پاکستان د ۱۹ کلنو ټیمونو د فاینل سيالي به د نومبر په ١٩ د یکشنبې په ورځ د مالیزیا په کولالمپور کې وشي.

د افغانستان او پاکستان د ١٩ کلنو لوبغاړو ټیمونه له دې وړاندې د بي ګروپ په سيالو کې سره مخامخ شوي وو چې د افغانستان ټیم د پاکستان بشپړه لوبډله په ۲۰ اوورونو کې په ۵۷ رنزونو ماته کړې وه او په ۷ وکټو يې لوبه ګټلې وه.

د کرکټ د ۱۹ کلنو اسيايي لوبډلو ترمنځ په روانو سيالو کې د افغانستان لوبډلې په دوهمه نیمه فاینل لوبه کې د نيپال لوبډلې ته ماتې ورکړه او وروستۍ لوبې ته ورسید.

دغه لوبه چې په کولالمپور کې نن د جمعې په ورځ وشوه نیپال افغانستان ته د ١٠۴ رنزونو هدف ایښی و، افغانستان د دریو لوبغاړو په سوزیدو په ٢١ اوور کې وکړای شو دغه هدف پوره کړي او د لوبې گټونکی شي.

په دغه لوبه کې د افغانستان په بېټنګ کې رحمان ګل په ۶۵ بالونو ۷۱ رنزونه جوړ کړل. په دې لوبه کې د افغانستان مجيب ځدران د نيپال ۶ لوبغاړي وسوزول.

پاکستان په لومړي سيمي فاینل کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه او وروستۍ لوبې ته ووت.

د اسيا اته لوبډلې افغانستان، پاکستان، سريلانکا، عربي متحده امارات، بنګله دېش، نيپال، هند او ماليزیل په دې سيالو کې گډون درلود.

دغه سيالۍ د روانې میاشتې په لسمه نېټه په کولالمپور کې پېل شوي چې وروستۍ لوبه یې د یکشنبې په ورځ ده.