کابل غونډه کې د ډیورنډ کرښې د اغزنولو مخالفت وشو

پاکستان له ١٢۴ کلونو راهیسې د ډیورنډ د رسمي کېدو هڅه کوي، خو افغانان وايي، یوازې ملتونه په دې اړه پرېکړه کولای شي.

ډیورنډ نا منلې کرښه، د هغه څیړنیز سیمینار نوم وو، چې د یکشنبې په ورځ (د نوامبر دولسم) په کابل کې د ګڼو اکاډمیکو څېرو په گډون، د مقالو په ویناو سره پیل شو.

دغو اکاډمیکو څېرو د پاکستان له لوري د ډیورنډ په کرښه د اغزن تار غځول یو اړخیز وبلل، دوی ویل چې د ډیورېنډ په کرښه د اغزنو تارونو غځول هاخوا او دېخوا پروت یو قوم نشي بیلولی.

پدې کنفرانس کې د برېتانیا د سفیر په وروستیو څرګندونو چې د ډیورنډ کرښه یې رسمي بللې وه هم نیوکې وشوې، څېړونکي حبیب الله رفیع وویل دا ډول څرګندونې لومړۍ ندي.

دا کنفرانس د لویې افغانستان د تحریک لخوا دایر شوی وو، دا تحریک وايي، چې په نورو ولایتونو کې به هم د ډیورنډ د کرښې د نه منلو په تړاوو ورته غونډې جوړې کړي.

کنفرانس په افغان ملت دا کرښه ناسور وبلله، وې ویل چې د ډیورینډ کرښه په حقوقي لحاظ هیڅ وجود نه لري او په تېرو ۱۲۴ کلونو کې هیڅ افغان زمامدار دا کرښه نده منلې.

خو د کابل ځینې اوسېدونکي انګیري چې افغانان دې خپل ځانونه لومړي جوړ کړي.

د ډیورینډ کرښه ۱۵۰۰ میله اوږدوالی لري دا کرښه فرضي کرښه ده او افغان لوری یې نه مني.