نبیل له پاکستان سره ګډ پوځي عملیات د افغانستان په زیان بولي

نبیل وایې چې "هیڅ ډول تظمین نشته" چې ګډ پوځي عملیات دې بریالي وي

د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخوانی مشر رحمت الله نبیل د وسله والو پر ضد د افغان او پاکستاني پوځیانو تر منځ ګډ عملیات د افغان لوري په زیان بولي.

ښاغلي نبیل له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي چې پاکستان د ګډو عملیاتو د طرحې په وړاندې کولو سره غواړي امریکایانو ته ثابته کړې چې اړیکې یې د افغانستان له حکومت د عادي کيدو پر لوري درومي.

ارګ په کابل کې د ولسمشر غني او امریکایي سناتورانو ترمنځ له لیدنې وروسته ټوئیټ کړی و چې " افغانستان له پاکستان سره په ګډو سرحدي عملیاتو موافقه کړې ده." ارګ ویلي وو چې د دغو عملیاتو وړاندیز امریکايي سناتورانو ولسمشر ته کړی دی.

د ارګ ټوئیټ د یو شمېر افغان سیاستوالو او د ټولنیزو رسنیو د ځینو کارونکو له کلک غبرګون سره مخامخ شو. له نیوکو وروسته، د ولسمشر غني دفتر د "ګډو پوځي عملیاتو" په اړه لیکلی ټوئیټ ړنګ کړ.

د نبیل په باور پاکستان د ډیورند د کرښې په اوږدو کې له افغان پوځیانو سره د عملیاتو په پلمه غواړي د افغانستان په باب د امریکا پر نوې پالیسۍ اغیز پرې باسي.

د جمهور رئیس ټرمپ اداره اوسمهال د افغانستان لپاره پر خپلې نوې تګلارې کار کوي. ویل شوي چې ددې تګلارې له مخې به امریکا د حقاني شبکې او طالبانو سره د مبارزې په کار کې پر پاکستان فشارونه زیات کړي.

​د ترهګرۍ خلاف ګډ عملیات

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ ته ویلي چې "‪ د امریکايي سناتورانو په لاس باندې، د پاکستان د حکومت دا خبره د افغانستان حکومت ته را رسېدلې چې دوی غواړي د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې هم مهاله عملیات وکړي، د افغانستان حکومت د دې غوښتنې هرکلی کړی دی‪".

ښاغلي مینه پال ویلي چې ددغو عملیاتو میکانیزم به افغان او د پاکستان د مسؤلینو ترمنځ په خبرو کې څرګند شي.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل وایې چې "هیڅ ډول تظمین نشته" چې ګډ پوځي عملیات دې بریالي وي.

Your browser doesn’t support HTML5

رحمت الله نبیل