افغانستان او پاکستان په ګډه د ګوزڼ پر ضد مبارزه کوي

د کندهار ولایت د سرحدي سیمې سپین بولدک او چمن په ګډوڼ د ډیورنډ کرښې په دواړو خواوو کې روغتیايي ډلي هڅې کوي چې د پوليو یا ګوزڼ پر وړاندې په ګډه سره کار وکړي .

د کندهارولایت او بلوچستان ایالت سیمه ییزې روغتیایي ادارې ددغه ګډ ټیم رهبري کوي او د کار پایلې به له یو بل لوري سره شریکوي .

د کندهار د عامي روغتیا ریس ډاکتر عبدالقیوم پخلا امریکا غږ ته وویل ،چې تېرکال په جنوبي ولایاتونو کې د پولیو یا ګوزڼ د ټولو پېښو اصلي سرچینه د پاکستان کویټې او کراچۍ ښارونه و، چې ډیر افغانان هلته تګ راتګ کوي .

ډاکټر پخلا زیاته وي، چې دوی د دغو هڅو په پایله کې سږکال د پوليو کومه مثبته پېښه نده لیدلې .

"زموږ په سیمه کې د ګوزڼ د ناروغۍ د موجودیت یوعامل پاکستان ته د افغانانو تګ راتګ دی ، اوس زموږ اود بلوچستان ایالت د روغتیا د ادارې ترمنځ اړيکې تر بل هر وخت ډیرې سره نږدې شوي ، زه خپله هلته ورغلی وم او ګډ مجلس مو درلود، غواړو چې دغه ستونزه په ګډه له مينځه یو سو، هغه سیمې چې د ډیورنډ خط سره نږدې دي او د هغوی له کمپاین څخه پاته کیږي ، هغه سیمې موږ د واکسین تر پوښښ لاندي نیسو او بیا خپل اجرات د راپورونو له لارې سره شریکوو " .

د سپين بولدک او چمن سرحدي روغتیايي ډلې هره میاشت په خپل مینځ کې سره ناستې لري چې په ګډه به لاسته راوړنو او ګواښونو ته پکې لارې چارې لټوي

تېره اونۍ د کندهار د روغتیا ریاست یوه شپږ کسیزه ډله په اسلام اباد کې د پوليو ضد د همږغۍ په غونډه کې ګډون کړی و.

پر همدې مهال په جنوبي حوزه کې د بشري حقونو کميسیون هم د روغتيايي خدمتونو په رسولو کې د افغانستان او پاکستان د سیمه ییزو چارواکو د ګډ کار هرکلی کوي خو وايي چې، د جنوبي ولایتونو په نا امنه سیمو کې دې هم د ګوزڼ ضد واکسین په اغیزمن تطبیق کې ځانګړې پاملرنه وشي .

" د هیوادونو ترمنځ دا ډول همکاري یو ښه کار دی خو د دولت له مخالفینو څخه ، که د ډیورنډ دی خواته دي او یاهم بل لورته ، غواړو چې پدې برخه کې پام وکړي او د اولس د روغتیايي پرورګرامونو په وړاندي خنډ جوړ نه کړي ، ځکه که هغوی واک ته رسیږي نو داولس پر سر به واکمني کوي " .

په پاکستان کې د ماشومانو دګوزڼ۲۹۱ پېښې ثبت شوي دي او نوموړي هیواد ته د افغانانو د زیات تګ راتګ له کبله د افغان ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ اوسنۍ سرچينه پاکستان بلل کیږي .

تر دې مخکې په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان یا WHO استازي هم پر دې اندېښنه ښودلې وه او پدې هکله يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډو روغتیايي پروګرامونو د پراختیا او عملي کولو غوښتنه کړې ده.