زاخېلوال: د سولې لپاره باید عمومي بخښنه وشي

زاخېلوال وایې چې کابل او اسلام آباد له ملګرتیا پرته بله لاره نه لري.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر وایې چې اوسني وسله وال د ملا عمر د وخت طالبان نه دي.

حضرت عمر زاخیلوال د امریکا غږ له ډیوه راډيو سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي دي چې اوسني او پخواني طالبان توپیر لري.

د ښاغلي زاخېلوال په وینا د سولې په بدل کې باید طالبانو ته په قدرت کې برخه ورکړل شي او "عمومي بخښنه بلکل باید پکې وي."

د پاکستان او افغانستان د اړیکو په اړه دغه افغان دیپلومات وایې چې کابل او اسلام آباد له ملګرتیا پرته بله لاره نه لري.

له ډیوه راډیو سره د ښاغلي زاخېلوال بشپړه مرکه دلته لیدلئ شئ.

Your browser doesn’t support HTML5

په پاکستان کې له افغان سفیر سره ځانګړې مرکه