د جمهوري ریاست له منځګړیتوب وروسته د 'کابل د رایو په باطلولو' بیاغور

ارشیف

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کېسیون موافقه کړې چې پر خپلې پرونۍ پرېکړه بیا غور وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال محمد سرور دانش دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون موافقه کړې، چې د کابل ولایت د تلې د ۲۸ مې او ۲۹ مې ورځو د ټولو رایو د باطلولو په اړه د پنجشنبې د ورځې پر خپله پرېکړه بیا له سره غور وکړي.

په دغه اعلامیه کې، چې د جمعې په ورځ ناوخته خپره شوې ویل شوي، چې دا پرېکړه په هغه ګډه غونډه کې شوې، چې د جمهور رئیس د دوهم مرستیال په مشرۍ جوړه شوې وه او په کې د دواړو ټاکنیزو کمېسیونو رئیسانو، د سترې محکمې رئیس، لوی څارنوال، د اساسي قانون د تطبیق د څار د خپلواک کمېسیون رئیس، د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې رئیس او د مرکزي احصایې رئيس برخه لرله.

د دغې اعلامیې له مخې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منلې، چې د کابل ولایت د حوزې د ټولو رایو د باطلولو په اړه د پنجشنبې د ورځې پر پرېکړه باندې د دې اعلاميې د لومړي جز په رعایتولو سره له سره غور وکړي.

همداشان موافقه شوې، چې دواړه کمېسیونونه به له دې وروسته د خپل اختلاف وړ مسایل په ګډ تفاهم هواروي او افغان حکومت به هم د ټاکنو د بهیر د پای ته رسولو لپاره ټول تخنیکي امکانات د ټاکنو کمېسیون ته برابروي.

د انتخاباتي شکایتونو اورېدلو کمېسیون د تېرې پنجشنبې په ورځ د کابل ولایت ټولې رایې د دوی په وینا په دغو ټاکنو کې د پراخو سرغړونو او درغلیو له کبله باطلې اعلان کړې وې.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس عبدالبدیع صیاد تېره ورځ وویل چې د شکایتونو اورېدلو کمېسیون له موجه دلایلو پرته د کابل ولایت د خلکو رایې باطلې اعلان کړي دي.

د شکایتونو کمېسیون په خپله پرېکړه په داسې حال کې بیاغور کوي چې د افغانستان پر انتخاباتو د څار او شفافیت غوښتلو بنسټونو هم د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیون څخه غوښتي چې د کابل حوزې د تېرو پارلماني انتخاباتو د ټولو رایو د باطلولو پر پرېکرې له سره غور وکړي.

دغه بنسټونه وايي، که څه هم د انتخاباتي شکایتونو اورېدلو کمېسیون وروستی تصمیم قانوني ګڼي او ستايي، خو وايي عملي کول به یې په اوسنیو شرایطو کې ستونزمن وي.

پر انتخاباتو د څار او شفافیت غوښتلو بنسټونو غړي خلیل روفي د جمعې په ورځ د«لېندۍ پر۱۶مه» د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل چې د انتخاباتي‌ شکایتونو اورېدلو کمېسیون د کابل حوزې د رایو باطلولو د اعلان نه مخکې باید له دوی سره مشوره کړې وای.

هغه زیاته کړه:" پر انتخاباتو د څار بنسټونه له اوسني په ټپه ولاړ حالت څخه د وتلو لپاره د شکایتونو له کمېسیون څخه غواړي چې پر خپل تصمیم له سره غور وکړي."

دغه بنسټونه وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په اوسني ظرفیت او روحیې سره د کابل حوزې د بیا انتخاباتو د تر سره کولو توان نه‌لري.

بلخوا د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون همدارنګه د انتخاباتو کمېسیون د ارالانشاء پر رئیس احمدشاه زمانزي او څلورو نورو غړو په درغلیو کې د لاس لرلو تور پورې کړ او د لیرې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

پر همدې مهال د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د کابل حوزې د ټولو رایو باطلولو په اړه د انتخاباتي شکایتونو اورېدلو کمېسیون له پرېکړې څخه ملاتړ کړی دی.

دغه بنسټ په یوې اعلامیې کې د سید اکرام افضلي له قوله ویلي چې د روڼتیا څار بنسټ په انتخاباتو کې د عدالت د ټینګښت په هدف د شکایتونو اورېدلو کمېسیون دغه پرېکړه ستايي.

د افغانستان د ولسي جرګې اتخابات د روان کال د مېزان میاشتې پر ۲۸مه نېټه تر سره شول.​