غني له اسلامي ګوند سره د سولې اجرايوي فرمان ورکړ

وزارتونو او دولتي اړوند ادارو او والیانو ته سپارښتنه شوی چې د حزب اسلامي د قوماندانانو او افرادو سره د سیمې د امنیت لپاره د توافقلیک سره سم خپلې ناستې وکړي

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د حزب اسلامي سره د سولې د موافقې د پلي کولو په مقصد فرمان صادر کړ.

د اسلامي حزب د مرکچي پلاوي غړي عتیق الله صافي د امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي وو چې د جمهور رئیس غني له لورې د فرمان له صادرولو وروسته به یو ګډ شپږ کسیز اجرايي کمیسیون په کار پیل وکړي.

ددې فرمان په بنسټ د یو اجرائیوي گډ کمیسیون د جوړیدو سپارښتنه شوې چې په غړیو کې یې د دولت له لورې داکتر محمد اکرم خپلواک، فیض الله ذکی، محمدمسعود اندرابی او د حزب اسلامي له اړخه قاضی عبدالحکیم حکیم، انجنیر محمد امین کریم او داکتر غیرت بهیر شامل دي.

جمهور رئیس غني په دې فرمان کې د افغان ملي پوځ او امنیتي ځواکونو سرښیندونو او نه ستړي کیدونکو هلو ځلو نه په مننه ویلي دي چې "د اساسي قانون د ۶۴ مادې د دریمې فقرې پربنسټ د روان ۱۳۹۵ لمریز کال د تلې د میاشتې په ۸ نېټه د افغانستان اسلامي جمهوری دولت د ولسمشر او د حزب اسلامي افغانستان د امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې توافقلیک لاسلیک شو."

ښاغلي غني د هیواد د ولسمشر او د پوځ اعلی سرقوماندان په توګه د هېواد ټولو دفاعي او امنیتي ځواکونو ته په څو مادو کې یو لړ سپارښتنې کړې دي.

ددې فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي دي چې "د هېواد هوایی او ځمکني (زغروا ل، توپچي، پلي، کوماندو، سرحدي او نور) ځواکونه دې د اسلامي حزب پر مورچلونو، مرکزونو او قرارګاوو خپل جګړه ایز او چاڼیز عملیات او ګوزارونه بند کړي."

په دې فرمان کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، او د ملی امنیت لوی ریاست د رهبري هیئت ته دنده سپارل شوی چې د حزب اسلامي د پلاوي سره په مشوره د یوې هراړخیزې څیړنې له مخی اغیزمن میکانیزم جوړ کړي او د هغه پربنسټ هغه سیمې چې د حزب اسلامي مسلح ځواکونه پکې میشت دي تشخیص کړي ترڅو د هر اړخیزې همکارۍ سره سم اوربند پلي شي.

د فرمان په بله ماده کې ویل شوي: "ترهغو پورې چی د حزب اسلامی افغانستان مسلح افراد (مرکزونه) خپلې وسلې د جلب او جذب پلان سره سم له دولت سره ثبت او راجستر کوي او د مجدد ادغام بهیر بشپړ کیږی، کله چې د حزب اسلامی مسلح ځواکونه د نړیوال تروریزم او یا د هېواد د مسلحو مخالفینو لخوا تر برید لاندې راځي، ټول ځواکونه دی ورسره لازمې مرستې او ملاتړ وکړي."

وزارتونو او دولتي اړوند ادارو او والیانو ته سپارښتنه شوی چې د حزب اسلامي د قوماندانانو او افرادو سره د سیمې د امنیت لپاره خپلې ناستې، سلا او مشورې د لاسلیک شوي توافقلیک سره سم ترسره کړي.

په فرمان کې ذکر شوي چې " دواړه خواوې د اوربند د پوره تطبیق مکلفیت لري او هرډول سرغړونه او لدې اوربند نه غلطه استفاده به د قانون سره سم څیړل کیږي او د مجرم سره به قانونی چلند کیږي. د حزب اسلامی غړي او د هغوی متعلقین د نورو هیوادوالو په شان د قانون پر وړاندې عین حقوق او مسؤلیتونه لري."

د جمهور رئیس د فرمان په اتمه ماده کې ذکر شوي دي چې "د افغانستان د ملي او امنیتي ځواکونو رهبري ته دنده سپارل کیږي چی د سولې د لاسلیک شوي توافقلیک د موادو د پلي کیدو لپاره د قاطع حمایت د قوماندان او د نړیوال ائتلاف نورو قوتونو سره بشپړه همآهنګي وکړي."

په کابل کې د اسلامي حزب مرکچي پلاوي غړي عتیق‌الله صافي پرون امریکا غږ ته ویلي چې ښاغلی حکمتیار به پر هغه د لګیدلو بندیزونو د رفع کیدو او د افغان حکومت له لورې ورته په افغانستان کې د اوسیدو لپاره د مناسبو ځایونو له برابریدو وروسته عام محضر کې راښکاره شي.