صدیقي: طالبان مذاکراتو ته چمتو ندي 

صدیقي پرته لدې چې د دولتي اسیرانو شمېر اعلان کړي، ټینګار کړی چې "یو لږ شمېر اسیران مو له طالبانو سره دي، باید خوشې شي چې دا خنډ هم د سولې له لارې لېرې شي." 

د افغانستان حکومت وایې چې دوي له طالبانو سره خبرو ته چمتو دي خو طالبان خبرو ته نه حاضرېږي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ، اګست ۱۷مه (زمري ۲۷مه) کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې حکومت د سولې د مذاکراتو لپاره اوچت ګامونه پورته کړي خو طالبانو اوس هم دولتي اسیران له ځان سره ساتلي دي.

صدیقي زیاته کړې چې هر "اقدام باید دوه اړخیز وي."

صدیقي پرته لدې چې د دولتي اسیرانو شمېر اعلان کړي، ټینګار کړی چې "یو لږ شمېر اسیران مو له طالبانو سره دي، باید خوشې شي چې دا خنډ هم د سولې له لارې لېرې شي."

په پام کې وه چې د سولې مذاکرات د همدې اونۍ په ترڅ کې پیل شوي وای خو داسې ښکاري چې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو موضوع او پدې اړه د ځېنو هېوادونو اندېښنو، مذاکرات ځنډولي دي.

صدیقي ونه ویل چې مشخصاً کومو متحدو هېوادونو د زندانیانو د خلاصېدو په اړه اندېښنه ښودلې خو فرانسې او اسټرالیا د هغو زندانیانو له خوشې کېدو سره مخالفت ښودلی چې د دوی اتباع یې په افغانستان کې وژلي دي.